گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د روسیی له لوری دطالبانوداداری په رسمیت پېژندل اودهغې عوامل !
د روسیی له لوری دطالبانوداداری په رسمیت پېژندل اودهغې عوامل !

د روسیی له لوری دطالبانوداداری په رسمیت پېژندل اودهغې عوامل !

له سریزي پرته   باید ووایو چې په تېرو وختونو کې، یعنې د طالبانو د لومړۍ دورې پر مهال، روسیه د طالبانو د مخالفینو له مهمو ملاتړو څخه وه، او همدارنګه هغه هېوادونه چې د روسیې په مدار کې راڅرخیږي، هغوی هم د طالبانو مخالفین وو. خو اوس پوښتنه دا ده چې برعکس د پخوانیو توقعاتو، ولې روسیه د طالبانو د دوهم ځل واکمنېدو پر مهال لومړی هېواد و چې طالبان یې په رسمیت وپېژندل؟

ځینې کتونکی  په دې باور دي چې کېدای شي د طالبانو په طرز فکر او پالیسیو کې بدلون راغلی وي، او ځینې نور فکر کوي چې دا به د سیمه‌ییزو او نړیوالو سیاسي رقابتونو او تاثیراتو نتیجه وي چې د روسیې او طالبانو تر منځ نږدې‌والی رامنځته شوی دی.په هر صورت، زما تحلیل دا دی چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له ۱۱مې او د افغانستان له اشغال وروسته، د طالبانو د مخالفینو په رویه او دریځ کې ډېر بدلون راغی. روسیه، چې یو وخت یې د هغوی کلک ملاتړ کاوه، ولیدل چې اکثره مشران یې بې له کوم قید و شرطه د امریکایانو په غیږ کې ولوېدل. حتی د خلق دیموکرات ګوند غړي، چې له تاریخي او ایډیالوژیک پلوه د روسیې د ګټو ساتونکي ګڼل کېدل، له امریکایانو سره د روسیې پر ضد د هغوی د ارمانونو په تطبیق کې ملګري شول او خپلې پخوانۍ اړیکې یې هېرې کړې.د کره  معلوماتو له مخې، روسانو په ۲۰۰۳ میلادي کال کې په یوه امنیتي غونډه کې دا پرېکړه وکړه چې باید له طالبانو سره د مخالفینو په اړه خپله پالیسي بدله کړي، او پر ځای یې له طالبانو او ګلبدین حکمتیار سره اړیکې پیل کړي.په لومړیو کې روسانو حکمتیار د طالبانو پر وړاندې د پخوانۍ نظامي تجربې له امله ترجیح ورکاوه او له هغه سره یې همکاري وکړه، خو وروسته خلاف د توقع، ثابته شوه چې حکمتیار د خپلې کمزورۍ له امله ونه توانېده چې د اشغالګرو پر ضد د یوه پیاوړي مقاومت حیثیت خپل کړي، نو له همدې امله روسانو خپله مرسته پرې بنده کړه.خو له طالبانو سره د روسیې اړیکې ورځ تر بلې پراخېدې. البته طالبان هم د پخوانیو تجربو پر بنسټ دې نتیجې ته رسېدلي وو چې باید د خپلو مخالفینو شا ته سیاسي او نظامي جبهې کمزورې کړي، او دا کار تر ټولو غوره د روسیې، هند، ایران او د منځنۍ آسیا هېوادونو سره د اړیکو له پراختیا سره ممکن و.په نظامي ډګر کې هم دا خبره ښکاره شوه، ځکه د طالبانو تر ټولو زیات عملیات د شمالي ولایتونو او د روسیې له پولې سره نږدې سیمو کې ترسره شول. د کندز ولایت سقوط هغه وخت ډېر حیرانوونکی و.یوازینی څه چې روسان یې اندېښمن کړي وو او اوس هم اندېښمن کوي، د داعش فعالیتونه او په شمالي ولایتونو کې د هغوی حضور و، چې طالبانو د هغوی پر ضد د مبارزې مسئولیت پر غاړه واخیست.تر دې علاوه، بل عامل چې د روسانو له لوري د طالبانو د رسمیت پېژندنې سبب شو ــ او ممکن د نورو هېوادونو هم شي ــ دا دی چې د طالبانو مخالف سیاسي جناحونه په تېرو څلورو کلونو کې پراګنده، بې‌واکه او له هر ډول سیاسي یا نظامي فعالیت څخه محروم پاتې شوي ديشاید ډېر ژر د نورو هېوادونو له خوا هم د طالبانو د رسمیت پېژندنې شاهد ووسو، په ځانګړي ډول د منځنۍ آسیا هېوادونه، پاکستان، قطر، امارات، ترکیه او نور ورته هېوادونه.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا