گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دقربانیو په اختر کی د منصوری شهیدانو دقربانیو نمانځل !
دقربانیو په اختر کی د منصوری شهیدانو دقربانیو نمانځل !

دقربانیو په اختر کی د منصوری شهیدانو دقربانیو نمانځل !

د اختر په څلورمه ورځ د شاهي کوټ په تاریخي دره کې، د نېزه وهنې او نښې ویشتلو دودیزې سیالۍ ترسره شوې.دغه مراسم چی د امت دستراو مظلوم  شهید مولوی نصرالله منصور د ځای ناستی الحاج مولوی عبدالرحمن منصور په نوښت ترسره شول د پکتیا ولایت روحاني بابا ولسوالۍ اړوند د شاهي کوټ په تاریخي او ویاړلې سیمه کې د لوی اختر د څلورمې ورځې په مناسبت د نېزه وهنې دودیزه لوبه او د نښې ویشتلو سیالۍ داسې مهال ترسره شوې؛ چې ولایتي مسؤلینو، علمي او جهادي سرلارو، فرهنګ فعالانو، ، سلګونه نندارچیانو، ځوانانو، مشرانو او د بېلابېلو سیمو مېلمانه یې د لیدو لپاره راټول شوي وو.
د دغو سیالیو تنظیموونکي او مسؤلین وایي، موخه یې له دغو سیالیو څخه دودیزو لوبو ته وده ورکول او د جهاد او مقاؤمت د نومیالیو شهیدانو لکه دامت د مظلوم شهید حضرت  مولوی نصرالله منصور او شهید اتل  قومندان سیف الرحمن منصور اتلولي او د نایابه مبارزو یاد ژوندی کول دي.د سیالیو پر مهال د آسونو د منډو ترپا او د نښه ویشتونکو دقت د  غرونو په لمنو کې یوه داسې ځانګړې فضا رامنځته کړې وه چې د ټولو ګډونوالو سترګې په نښه ویشتلو کې خښې وې. د دغو سیالیو لیدونکي او ګډونوالو، دا ډول پروګرامونه د سیمې د تاریخي ارزښت په بیا احیا کې موثر او ګټور یادوي او په دوام یې ټینګار کوي.شاهي کوټ هغه سیمه ده چې د معاصر تاریخ په مهمو تاریخي او جهادي پېښو کې له ځانګړي ځای څخه برخمنه ده ځکه خو عامه افکار باور لري چې د شهیدانو د سرښندنو یاد ساتل یوازې د خبرو له لارې نه، بلکې د داسې ولسي او فرهنګي پرګرامونو له لارې هم ممکن دي.ګډونوالو له مسؤلینو وغوښتل چې دا ډول دودیزې سیالۍ هر کال په لا پراخه کچه ترسره شي،
ترڅو هم د سیمې ځوانانو ته د سیالۍ او ورزش زمینه برابره شي اوهم د هغواتلانو یاد ژوندی پاتې شي چې، د خپل هیواد او خلکو لپاره یې د سرونو قربانۍ ورکړې دي.دیادولو وړده چی د نښو وشتلو دغه  مراسم دافغانستان د جهاد د مظلوم شهید مولوی نصرالله منصور(رح) دځای ناستی الحاج مولوی عبدالرحمن منصور لخوا تنظیم شوی ؤ

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا