

دغــه بـلـواکی، مــصــنــوعــی رهبرۍ
تـش پـه نـامـه، اجــتــمــاعــی رهبرۍ
د اســتــقــلال، لافـې وهـی بــلــواکی
ورکې دې شـی، دغــه نــقــلـی رهبرۍ
د پــردیــپــالــو، پـاچــاهــی ده دلـتـه
نه شـته هــیـواد کې افـغـانـی رهبرۍ
غــیـر افـغـان، غــیـرمـسلـم حاکم دی
نـه، د افــغــان ولــس، اصـلـی رهبرۍ
اســتـخــدام شـوی افـغـانـان راغـلـی
بـس، مــوږ او تاسې غـولــوی رهبرۍ
د پاک اسـلام، د پاک جــهــاد په نامه
جــوړې دی غـــیـر اســلامــی رهبرۍ
څوک د جـــهـــاد مـقـاومـت پـه نامه
پــوره فـــعــالــې، ســـقـــاوی رهبرۍ
هــیـواد یې چـور، د مـلـت وار راغلئ
وروڼــه لـه وروڼــو، بـېــلــوی رهبرۍ
د ګـاونــډیــانــو جـاسوسان دی واړه
د دوی خواخوږی، د فـــاعــی رهبرۍ
دوه پاسپورته، دوه طبیعیته افغانان
د مــشــرتــوب رول، لــوبـوی رهبرۍ
نه افـغـانـان، نه افـغـانی مـشران دی
هـسـې روان جــنـګ، اوږدوی رهبرۍ
نور ټـولـټـاکنې، هیڅ مـفـهـوم نه لری
پــردی راځـی، تــعــیــیــنــوی رهبرۍ
پـه پـردیـپـالـو، هــیـواد نـه جوړیـږی
هـسـې مـو وخت، ضایع کوی رهبرۍ
محروم ولس یو، خپل مشران نه لرو
څوک پـنـجابی، څوک ایـرانی رهبرۍ
له دوی نـه هـم، پورته په لوړه کچـه
شـتـه دی روسی، امـریـکـایی رهبرۍ
موږ افـغـانان،څومره ساده خلک یو؟
پــــردی راځـــی، راجــــوړوی رهبرۍ
بس، استقبال ته یې، چک چکې وهو
نـه پـــېــژنــو، دا لـــعـــنــتــی رهبرۍ
دا رهــبرۍ؟ که بـېـمـارۍ دی خلکو؟!
ورکې دې شی! شـرقی غـربی رهبرۍ

وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید