
هیڅوګ نه پوهیږی چی د څه دپاسه څلورو کالو له تیریدو وروسته د کوم هدف او موخی لپاره په افغانستان کی د هغه مهال د پاکستان سفیر او استازۍ منصور احمد خان داسی څه وایی چی لا دمخه ټول هغه کسان چی د افغانستان اوسیمی حالات څیړی په افغانستان کی د پاکستان د موخو او هدفونو په ژوره توګه خبردی . خو اوس یی منصور احمد خان له یوی پاکستانی یوټیوبری فرزانه علی سره څرګندوی .ښاغلی منصور احمد خان په افغانستان کی د طالبانو دیرغل پر مهال د پاکستان سفیر د آغلی فرزانه علی سره د یوی اوږدی مرکی په یوه برخه کی ددی پوښتنی په ځواب کی چی تری پوښتنه کوی په افغانستان کی د طالبانو د یرغل پر مهال څه تیرشول او هغه د کابل سرینا په هوټل کی د چایو د پیالی کیسه څه وه ؟ نو په افغانستان کی د پاکستان د هغه مهال سفیر وایی چی :زه له اسلام آباد څخه د سړک پر لار د کابل پر لوریوازی وخوځیدم . ..د آغلی فرزانه علی ددی پوښتنی په ځواب کی چی تاسو یوازی واست او که جنرال فیض حمید هم درسره ملګری ؤ ؟ منصور احمد خان وویل چی نه زه یوازی وم ! بیا آغلی فرزانه علی تری په خندا ؤپوښتل چی هغه د چایو پیاله وه که د قهوی ؟
دا د افغانی قهوی کیسه څه ده او څنګه وشول ؟ منصور احمد په چټک آواز سره وویل چی زه درته وایم قیصه خو داسی وه چی د څلورم یا ددریم سپتمبر خبره وه آغلی فرزانه علی وایی چی نه ددوه یا ددریم سپتمبر خبره وه ځکه چی زه هم هلته وم . منصور احمد خپلو خبرو ته داسی دوام ورکوی : نړیوال پوځونه له کابل څخه د وتو په حال کی ؤ او ټولی نړی دا کتل چی افغان طالبان به څنګه حکومت جوړوی ؟ د پاکستان تلوسه هم داوه چی په افغانستان به څه کیږی ؟ آیا افغانستان به دتیرپه څیر د کورنی جګړی پلور درومی او که نه له هغی په درس آخیستو به نورو ته هم په راتلونکی حکومت کی ګډون ورکوی؟ د تحریک طالبان پاکستان TTP او یاهم دداعش ISIS برخلیک به څه کیږی اونور مسائیل !ترهغه مهاله پنجشیر هم سقوط نه ؤ کړی ! دغه ټول وجوهات ددی سبب شوی ؤ چی موږ کلکه اندیښنه ولرو . ددی تر څنګ د نورو هیوادونو استخباراتی ادارو هم هلته حضور درلود له فیض حمید صاحب څخه وړاندی د امریکا د CIA مشر هم هلته په ډیره خفیه توګه تللی ؤ د کابل کی دفیض حمید صاحب د کتنی په اړه باید ووایم چی دهغه سفر هم په پټه ترسره شی ، خو کله چی د هغه لپاره د کابل په سرینا هوټل کی د اوسیدو تیاری نیول شوی ؤ نو هلته داخلی او بهرنیو رسنیو ته خبر لیګ شو تاسو صحیح وایاست کله چی موږ هوټل ته ورسیدو ما هم چی په ناڅاپی توګه زیاتره ژورنالیستان ولیدل نو حیران شوم . نوهلته چی د رسم سره سم قهوه وړاندی کیږی نو موږ ته یی قهوه راکړه او په ترځ کی یوی خبریالی پوښتنی هم وکړی او تصویر واخیستل شو خو حالات داسی ؤ چی هغه ویدیو خپره شوه په داسی حال کی چی دنورو هیوادونو استخبارات هم له مسلی سره تړلی او هلته موجود ؤ خو داچی دا د پاکستان خبره او معامله وه او زه پوهیدم چی که چیری دخبر پټ ساتل شوی وای نو داسی طوفان به هیڅکله هم نه راتلو خو دهغی پرته هم د پاکستان په هکله تل داسی آوازی او پروپاګندی خپریږی چی ګنی پاکستان د افغانستان په کورنیو چاروکی زیاته لاس وهنه کوی طالبان هم د پاکستان له لوری پالل کیږی او پاکستان ډبل ګیم پر مخ بیایی …. بیا آغلی فرزانه علی تری ؤ پوښتل چی آیا دا ټول پروپاګند او دروغ دی ؟ منصوراحمد خان داسی ځواب ورکړ : ګوری د ۲۰۰۱ یو کال وروسته چی د شلو کالونو په موده کی په افغانستان کی کوم د امریکا او ناتو کوم حکومت ؤ هغوی د امنیت لپاره ډیر څه وکړل خو له طالبانو سره یی روغه جوړه ونه کړه ...د بن په کنفرانس کی هم چی کوم سیاسی بهیر ؤ نړیوالی ټولنی افغان طالبانو ته بلنه شانی هم ورنکړه ….خو د افغانستان او پاکستان تر مینځ دوه زره شپږسوه کیلومتره پوله ده دا دپاکستان لپاره یوه لویه آزموینه وه چی که د ناتو او امریکا ملاتړ یی نه کاوه نو ویل به یی چی تاسو زمو سره نه یاستی یا زموږ مخالفت کوئ تاسو ته خو پته ده چی داسی ډول اړیکی او بیلانس ساتل څومره سخت کار دی او د طالبانو پوره ملاتړ هم زموږ په هیواد کی زیاتی دینی مدرسی او زموږ په ټولنه کی له هم هغه مهاله چی طالبان رامینځ ته شوی دی او دغه کار کم له کم څلور لسیزی دوام لری او ددی ترڅنګ تحریک طالبان پاکستان TTP هم رامینځ ته شو . زما په ګمان د د ۲۰۰۱ یو کال پر تناسب پاکستان په دغه برخه کی دزیاتو چلنجونو سره مخامخ دی …
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید