
په خواشینې سره مو خبر ترلاسه کړ چی دافغانستان په کچه د ملی او تاریخی بغاوت او د ظلم او ظالم پر وړاندی د مسالمت آمیزه ډغرو وهلو ملی او انقلابی زړه سوانده شاعر اروا ښاد مطیع الله تراب له فانی نړی څخه ؤکوچید . مطیع الله تراب چې عمر یې شاوخوا ۶۰ کاله وو، کورنۍ او ملګري یې وايي، نوموړی د جولای پر ۱۴مه له نړۍ سترګې پټې کړلې.مطیع الله تراب چې د ژوند اوږده کلونه یې له خپلې کورنۍ سره یو ځای په خوست کې تېر کړي، اصلاً د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی وو.
نوموړی د خپلې انتقادي او حماسي شاعرۍ او بغاوت د شعر د وړاندې کولو د ځانګړې انداز له کبله ډېر مشهور وو او د هېواد په کچه لویو مشاعرو او ادبي بنډارونو ته به بلل کېده.د افغانستان د دې وتلي شاعر جنازه د جولای پر ۱۵مه په کابل او جلال اباد کې ترسره کېږي او بیا د ننګرهار په خوګیاڼو کې په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته سپارل کیږي.
مطیع الله تراب د شعر ځانګړی سبک درلود او په اکثرو مشاعرو کې یې خپل شعرونه په یاد ویل چې د مینه والو له بدرګې سره به مخ کېدل.مطیع الله تراب په دې وروستیو کې په یوه مشاعره کې د طالبانو مشر ملا هبت الله باندې هم نیوکه وکړه چې ولې له کندهاره واک چلوي او هغه ته یې د شعر په ژبه وویل چې کابل ته دې ورشي.
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید