گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دخپلواکۍ استخباراتی نمانځل!
دخپلواکۍ استخباراتی نمانځل!

دخپلواکۍ استخباراتی نمانځل!

بس څه ووایو ؟ شمشتو آشنا ،  خدای دی هغه راپیښه کړی چی ….هو رښتیا پرون می د تلویزیون چی د طالبانوامر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په فتوی یی کتل چی دژوندیو او ساکښو انځورونو په سبب چی خپروی یی په  مطلق ډول حرام دی  ننداره کوله  چی ناببره می یو تور پګړۍ تر سترګو شو چی څادر یی پر اوږه او سم کندهاری بوټان  یی پر پښودی اود پوځی هغه پَریډ ننداره یی کوله  کوم چی د طالبانو ددفاع وزارت په تالارکی د خپلواکی دیوسل شپږمی کالیزی په مناسبت د جوړی شوی غونډی په موخه درول شوی ؤ .ترټولو زیاته خندؤنکی او له واقیعتونو بی برخی وینا ددغه غونډی د یوه طالب وینا وال چی ځان ترټولو ؤقېع  او له نورو سره په دروغجن  تعامل بریالی اتل ګڼی او ځان دطالبانو د خارجه وزیر ملا امیرخان متقی بولی

دخپلو  خبرو په پیل وویل چی : وروڼو آزادی ورکول کیږی نه بلکه آخیستل کیږی ! آزادی دتورو او توپک په زور د وحدت او اتفاق او اتحاد او قوی رهبری پر زور باندی آخیستل کیږی !!! له نن نه یوسل شپږ کاله مخکی چی افغانستان خپل سیاست په لاس کی واخیست هغه وخت په افغانستان کی بهرنیان نه ؤ دلته افغانان حاکم ؤ خوولی  سیاسی تعلقات او خارجی سیاست یی د انګریز له هدایته پرته نه شوای عملی کولای ! په استقلال کی اوپه سیاست کی مستقل نه ؤ نوهغه ؤ چی دافغان ، مسلمان مجاهد ملت دمیړانی په برکت یی هغه استقلال هم خپل کړ . وروڼو د استقلال آخیستل که چیرته یی اهدافوته توجه ونه شی هغه د څه شی لپاره چی مسلمانانو قربانی ورکړی ده هغه په نظر کی ونه نیول شی بیا هغه استقلال ، هغه آزادې ، هغه خپلواکی بیا بقأ نه پیداکوی هغه یا په داخلی ګډوډیو بدلیږی یا بل اشغال ورباندی راځی !موږ اوتاسو ولیدل په ۱۹۱۹ کی چی کله دشاه امان الله خان په دوره کی استقلال تر لاسه شو متأسفانه د لس کاله په اوږدو کی تر ۱۹۲۹ پوری دوخت حکمران د افغان مسلمان ملت آرزوګانی په نظرکی ونه نیولی فکری آزادی یی خپله نه کړه بیرته یی غوښتل چی دلته   د اغیارو دود اودستور او فرهنګ او کلتور دلته تطبیق کړی او داسی ناځوانۍ یی وکړی چی قاضی عبالرحمن پغمانی چی دهغه وخت قاضی القضات ؤ ، ډیر لوی عالم ؤ نه تنها لوی عالم ؤ بلکه د ډیرو لویو شخصیتونو او علمآؤ استاذ ؤ چی کله امان الله خان ورته وویل چی ته له ما سره دغه نوی اصلاحات چی زه یی راولم دا راسره ؤ منه دده په نظر اصلاحات ولی په حقیقت کی د افغانستان ددین او دفرهنګ مخالفت ؤ . قاضی عبدالرحمن له دی څخه انکار وکړ هغه قاضی عبدالرحمن او دهغه زامن او دهغه ملګری علمأ یی اعدام کړل . نوبیا یی نتیجه څه شی شوه ؟ بیا امان الله خان څه شو ؟ بیا یی په افغانستان کی دشپی دتیریدلو ځای نه ؤ له کابل څخه غزنی ته ولاړ هلته یی نوک تکیه نه کړ قندهار ته ولاړ هلته تکیه نه شو چمن ته ولاړ هلته تکیه نه شو له هغی ځایه پسی ولاړ ایټالیا ته ! په ایتالیا کی وائی بیابه یی له ځان سره ژړل او ویل به یی چی کاشکی په خپل هیوادجوالی وائی خوچه په خپل هیوادکی وای !! ګورې د انقلاب له ارزښتونو سره چی وفا ونه شی بیا یی نتیجه دغه ده !بیا د ابد لپاره افغانستان ته په ژوند رانه غلو بیا دغه ملت د شوروی پر ضد کلکه مبارزه و کړه اوشوروی اتحاد یی دړي وړي کړ ، په افغانستان کی یی یوه بله امپراطوری دفن کړه ، خو چی بیا دجهاد رهبرانو هغه دجهاد اهدافو ته توجه ونه کړه هغه د مجاهد ملت ارمانونه یی په نظر کی ونه نیول اتفاق او اتحاد یی ونه ساتلو ، افغانستان په ملوک الطوائیفی بدل شو د قدرت جزیری را مخ ته شوی د مجاهد نوم سالار شو ، ټوپکمار شو . غلاوی شروع شوی قتلونه شروع شول یوازی په کابل کی ۶۰۰۰۰شپیته زره کسان شهیدان شول ، افغانستان کنډواله شو نتیجه یی څه شی شوه ؟ ….نوله دی نه زده کړه پکارده چی موږ اوتاسو څنګه خپلو اهدافو ته ژمن پاته شو . څنګه د خپل اولس آرزو ګانی او آرمانونه په نظر کی ونیسو څنګه هغه تنکی ځوانان  چی څلور، پنځه وروڼه به سنګر ته تلل او شهیدانیدل به چی څنګه دهغوی له آرمانونو سره لوبی ونه شی . که خدای مه کړه موږ د بهرنیانو تر دومره فشار لاندی راځو چی تر خپلو اهدافو ورته تیریږو یا په داخل کی دداسی چا فرمائیشات منو چی هغه له دین او اسلام سره په ټکر کی وی بیا به مو انجام د امان الله خان او دهبرانو په شان وی …..!لکه څنګه چی په وار ، وار پر دی حقیقت ټینګار شوی دی چه په ماهوی ډول دطالبانو امارت د ملی مشروعیت پر دروازه نه بلکی پر استخباراتی بڼه د بام له سره پر افغانستان را نازل شویدی نو ویلای شو چی د هیواد ملی ګټو ته په پام کی نیولو پرته دتیر حکومتونو بی خونده او کاریکا توری کاپی ګڼلای شی او زیاتره یی داستعمار ی ځواکونو پر استخباراتی موخوولاړی دی.داځکه په ختیځو ټولنو او هیوادونو کی چی وګړی یی په ټوله کی له  مذهب څخه متابعت او پیروی کوی  څومره چی د ظلم او ښکیلاک پروړاندی یی  د مبارزی تفکرچی دیوه موتور حیثیت لری پرعقلانیت او نوی والی ولاړ وی نو کیدای شی د استعمار او ښکیلاک په لومو کی پری نه ؤزی او یا یی هم د غورزیدو چانس یی کم وی خو که چیری د یوه آزادی غوښتونکی غورځنګ  دغه فکری موتور پریوه متحجرانه نړی لید ولاړ وی نو بیا ښکیلاک او بیرونی استعمار دتاریخ په هر پړاؤ کی ملتونه او اولسونه د هغوی د مشرانو په وسیله د خپل ځان په ګټه استعمالوی ،                 
لکه څنګه چی ګورو په افغانستان کی د پخوانی شوروی اتحاد دخونړی یرغل را په دی خوا په افغانستان کی د زیاتره د ښکیلاک په وړاندی د  مبارزی د غورځنګو نو دغه فکری موتور او نړۍ لید په یوه غیر عقلانی او په فقهی برخه کی  پر غیر اجتهادی ستنو ولاړ قرئت دی چی د زیاتره جهادی مشرانو له خوا په منبرونو او غونډو کی بیانیږی چی د روسانو په وړاندی د افغانانو د برحقه جهاد د یوه مشر چی ځان استاد عبدالرب رسول سیاف بولی او دده په څیر نور جهادی مشران  دخپلواکی د جشن په مراسمو کی د افغانستان د خپلواکی د اتل غازی امان الله په هکله ویلی ؤ چی :
نن ورځ  قاضی عبدالرحمن دهیچا نه یادیږی چی د پاک قرآن دیوه حکم پربنسټ چی د حجاب یا ستر موضوع وه د امان الله خان لخوا په شهادت ورسید د دلکشا په ماڼۍ کی قاضی عبدالرحمن شهید قرآن کریم  داسی پر څنګل کی نیولې ؤ هلته یوه زینه ده چی زیاتی پټۍ او پائی لری امان الله خان پری غږ وکړ چی عبدالرحمن بیا څنګه راغلی یی ؟ عبدالرحمن ورته وویل هم هغه د قرآن آیت دی چی را څخه غوښتی ؤ هغه می راوړی دی . ورته وی ویل چی را یی وړه : کله تر نیمی زینې ورسید هغه را کوز شو او په لګد پر سینه وواهه له قران کریم سره یوځای ولغړید . کله چی لاندی پریؤت د امان الله سپاهیان راغلل چی هغه یی پر برچه ووهلو کله یی چی ځان ته وکتل چی پر وینو لړلی او  سور دی نو یی وویل چی خدایه زه ویریدم چی تورمخۍ ستا لورته رانه شم خو نیکمرغه یم چی په سره مخ ستاپه لور درځم ! نتیجه داشوه چی یوازی د ښکیلاک پر وړاندی مبارزه او ډغری وهل نباید چی د ملتونو د سرنوشت د ټاکلو وثیقه ؤبلل شی بلکه پکار ده چی دسرنوشت په ټاکلوکی د افغانستان په تاریخی او لرغونی جغرافیا کی ټول اولس د ګډون حق ولری نوځکه خو ویلای شو چی د افغانستان د تاریخی ملت ارزشونه او لاس ته راوړنی باید په رښتینی معنا و نمانځل شی کنه نو بیا یی نمانځل استخباراتی بڼه لری .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا