گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د خوست دصبریو ولسوالی سوري پاڼ سرکــلي د ځوانانـــو نوښــت !
د خوست دصبریو ولسوالی سوري پاڼ سرکــلي د ځوانانـــو نوښــت !

د خوست دصبریو ولسوالی سوري پاڼ سرکــلي د ځوانانـــو نوښــت !

د خوست ولایت په تیره بیا د صبریو ولسوالی د هر کلی ځوانان باید دسوری پاڼ د سرکلي ځوانانو څخه کړنې،هڅې،خدمتونۀ او پرمختګونۀ زده کړي.د هرکلي ځوانان باید د خپل کلي کونډو،یتیمانو او بیوزلو سره مرسته اوهمکاري وکړي،هر ځوان باید دا فکر وکړي،چې زما دکلي ځوان ولې سوال ته مجبورشي؟ولې د بلکلي جومات ولاړشي اوسوال وکړي؟باید دغه د کلي ځوانان یې تر خپله توانه ستونزی ورحل کړی داسی چی په کلي کې په نسبی توګه د شتمنو،سوداګرو اوپه بهرکی میشتو کلیوالو څخه اوبسپنه راټوله کړاي شی       

 ترڅود کلي بیوزلی ،یتمان او کونډی  د اختر په دی خوشحاله  شیبو کی د فقر او ناتوانۍ احساس ونکړی . نو ځکه خو خوست ولایت دصبریو د سوری پاڼ د سرکلي ځوانانو لخوا د اختر لپارۀ ۵۵ بیوزلو کورنیو،یتیمانو او کونډو تۀ د اختر لپاره څو ډولۀ مټیایي ګانی ،کیکونه او خوراکی توکی  رانیول  شوی او په نښه شویو بیوزله کورنیو ته  و سپارل شو ل د نوموړی کلي هرځوان وایي چې ولې زما د کلي یتیم،بېوزلۀ،بېچاره ، خور او مور ، کونډۀ  او یتیمه بل کلي تۀ مجبورۀ شي چې سوال او ګدائی  وکړي، او بیا ځینی د خپل  مسؤلیت څخه دخلاصون په خاطر انګیری  چی  ګنی دا د الله ج لۀ لوری امتحان دی ! خو پوښتنه داده  چی دغه  د الهی آزمون  څپو او انګازو پر وړاندی   د هغه چا مسؤلیت  چی د مبارکی روژی په تیریدوسره د اخترد نمانځلو توان او وړتیا لری  دغه بیوزلو، کونډو اویتیمانو ته په کتو کوم دی ؟  دغه همفکره ځوانان د راتلونکی  لپاره هم په پام کی  لري چې د خپل کلي بیوزلو کورنیو تۀ خوراکي توکي هم وخت په وخت واخلي او د الله ج او خپل ضمیر پر وړاندی د سوکالی او آرامی احساس وکړو او ترڅنګ یی د دغه بیوزلو له دعا ګانو څخه هم ځانونۀ برخمن کړيد خوست ولایت دصبریو ولسوالی دسوری پاڼ د سرکلي ځوانانو احساس، مینۀ،مخبت اتفاق،اتحاد،انسانیت،خاکساري اخلاق،یوفکر،متقابل اخترام او همکاري د رب (ج) همداسې جاري لري.نواندیشی تربیون هم د ګران هیواد په لیری پرته د صبریو په سیمه کی د ځوانانو دغه ملی نوښت ته چی د اسلام د مبارک دین له روح څخه الهام آخلی مبارکی وایی او ستائی یی او تر څنګ یی د هیواد په ځانګړی توګه دخوست ځوانان دداسی رغنده خیریه کارونو ترسره کولو ته رابولی او د ګران سیف الله افغان او محترم بادشاه زار خاکسار څخه مننه کوو چی دځوانانو ددغه عملی اقدام آواز یی له موږ او د ټول اولس سره شریک کړ الله دی ورته اجرونه ورکړی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا