د خوست میشتو اولسونوله ولسمشراشرف غنی لخوا د پلی شویو ملی پروژو او د سولې پروسې څخه د ملاتړ په موخه یوه غونډه جوړه کړه او په هغی کی یی د یاد هدف په موخه د افغانستان د حکومت څخه د مشروط ملاتړاعلام وکړ په دې مراسمو کې د خوست ولایت مقام د ټولنیزو چارو مرستیالې اغلې زینب افغان، د ولایتی شورا غړو، علماکرامو، قومی مشرانو، ځوانانو او د بېلابېلو شوراګانو استازو ګډون کړی و.
ویناوالو په خپلو خبرو کې د افغان ؤلس مشرله ټولو برنامو مننه اود مشروط ملاتړاعلان وکړ او ویې ویل چې د سولې او ملی پروژو د پلی کولو په برخه کې د ولسمشر له هر اړخیزو برنامو ملاتړ کوی او د سر په قربانیو به د نظام له لاسته راوړونو څخه دفاع وکړی خو شرط به یی داوی چی ؤلس مشر هم په ګران هیواد کی سولی او پرمختګ ته وفادار پاته شی . او په دی ترځ کی یی له ولس مشره ؤغوښتل
چې په خوست کې د لویو بندونود جوړولو، غلام خان لپاره د تاسیساتو، هوایی ډګر، د ښوونکو د کمبود بستونو د زیاتوالی او یو شمېرنور انکشافی برخو کې دې ولایت ته لکه څنګه یی چی پخوا په وار وار ژمنی کړی وی پاملرنه وکړی.
په ناسته کې د ولایت ټولنیزې مرستیالې اغلې زینب افغان په دې ولایت کې په رامنځته شوی پرمختګ او انکشافی بهیر خبرې وکړې او ویې ویل چې جلالتماب جمهور رئیس او د خوست والی د خوست هر اړخیز انکشاف ته خاصه پاملرنه لری، چې په هڅو سره به یې په نوی کال کې یو شمېر مهمې پروژې پلی او پیل شی
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید