د افغانستان د خوست فرهنګیان، مدنی فعالان او روڼ اندی وایی، په دې وروستیو کې په دې ولایت کې فرهنګی او مدنی فعالیتونه ټکنی شوی دی.دوی وایی، خوست د علم، ادب او فرهنګ له اړخه یوه بډایه سیمه ده، خو اوس په کې د پخوا په شان ادبی بنډارونه، مشاعرې، غزلییز ماښامونه او نور پروګرامونه نه تر سترګو کیږی.بل لوری ته د فرهنګ په برخه کې طالب چارواکی وایی، چې دوی به د فرهنګیانو، روڼ اندو او ځوانانو د یو موټیتوب او د هغوی د ذهنی روښانتیا په خاطر ګڼې برنامې پلان او عملی کړی.خوست چې مخکې په کې ډېر مدنی، ټولنیز او فرهنګی فعالیتونه ترسره کېدل او ځوانانو به په کې په پراخه کچه برخه اخیسته، په دې ځای کې له څه مودې راهیسې دا فعالیتونه ټکنی شوی او نه ترسترګو کیږی.د سپټمبر د ۱۸مې ناوخته خوستیو فعالانو دې ولایت ته د اطلاعاتو او فرهنګ د نوی رئیس د پېژندنې په پار جوړې شوې غونډې په څنډه کې وویل
چې پخوا به نه یوازې ښار د بیلابیلو برنامو کوربه وو، بلکې په لیرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې به هم ادبی او هنری بنډارونه، میلې، مشاعرې، غزلییز ماښامونه، د کتابونو مخکتنې او نور فرهنګی فعالیتونه ترسره کېدل.دوی غوښتنه وکړه چې په دې ولایت کې دې د پخوا په شان فرهنګی او مدنی فعالیتونه چټک شی.د سلیمان ژوندی په نامه یو اوسېدونکی وویل، ” تاسو به تېر کې د خوست ځوانان لیدلی وی، ډېر مدنی او فرهنګی فعالیتونه یې ترسره کول، په هره موضوع کې یې ښه برخه اخیسته، وخت ناوخت به د فرهنګ ریاست هم ځانګړی پروګرامونه جوړول، ځوانان راټولیدل، مشورې به یې کولې، زموږ غوښتنه داده چې دا وضعیت بیرته عادی شی، ځکه دا کارونه په ټپه دریدلی دی.”یو بل فرهنګی ځوان عابد ځدراڼ وویل، اوس تر ډېره فرهنګی فعالیتونه ټکنی شوی او د پخوا په شان د ځوانانو شور او زوږ نشته.ده وړاندیز وکړ چې چارواکی دې د فرهنګی فعالیتونو بیرته روانولو ته پام واړوی.ټولنیز فعال نورالله نوری وویل چې خوست یو داسې ټاټوبی دی، چې په ملی مسایلو کې یې نوم ډېر ځلانده وو، خو اوس له څه مودې راهیسې دا چارې یو څه ټکنۍ شوې او روښانه، نه دی.نوموړی هم له چارواکو وغوښتل چې د کلتوری فعالیتونو پراختوب ته خپله پاملرنه ډېره کړی.د ټولنیزو علومو استاد سپین روان نورزی وایی، په خوست کې په تېر کې هم ښه فرهنګی فعالیتونه وو، دلته ډېرې ښې ناستې او غونډې کیدلې او اوس یې هم غوښتنه داده فرهنګی فعالیتونه پراخ وساتل شی، تر څو خوست لکه څرنګه چې په ټوله سیمه کې د فرهنګی مرکز په توګه پېژندل شوی وو، بیا هم وپېژندل شی.بل لوری ته د فرهنګ په برخه کې طالب چارواکی وایی، چې دوی لپاره فرهنګی فعالیتونه ارزښت لری او دوی به هڅه وکړی چې ادبی او هنری فعالیتونو په خوا کې د ځوانانو د فکری تنویر لپاره بیلابیلې برنامې پلی کړی.په خوست کې د طالبانو لخوا د اطلاعاتو او فرهنګ نوی رئیس شبیراحمد عثمانی وویل، “امید دی چې د خوست هغه ظرفیتونه سره ټول کړو، د هغوی په همکارۍ او مشوره مخته قدم کېږدو، هغه پروګرامونه او پلانونه چې د مرکز لخوا موږ ته راکول کیږی، هغه په ښه شان عملی کړو، د ځوانانو د فکری او ذهنی تنویر لپاره کار وکړو او هغوی ته بیلابیلې برنامې مخې ته کړو،
هغه که د هنر او ادب په برخه کې دی، هغه که د سیمنار په برخه کې دی او هغه که د ورکشاپونو په برخه کې وی.”په خوست کې پخوا د ښځو د لسو مدنی بنسټونو په ګډون خواوشا اتیا ټولنې او بنسټونه موجود ول، چې تر ډېره به یې علمی، هنری او کلتوری فعالیتونه سرته رسول او په دې برخه کې به یې ځینې لنډمهالې پروژې هم پلې کولې، خو له هغه وروسته چې طالبانو د قدرت واګې په لاس کې اخیستی، یاد فعالیتونه ټکنی شوی او ډېر نه تر سترګو کیږی.
د افغان لیکوال او ژورنالیست محترم نجیب الله الوخیل او د آزادی رادیو څخه په مننه :
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید