دطالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزیر چی ځان شیخ او خالد حنفی بولی دیوی لیکل شوی لیکنی له مخی د امر بالمعروف اونهی عن المنکر د وروستنې لائحی په هکله چی دافغانانو او نړیوالو له نیوکوسره مخامخ ده په خپله خوږه اوشاړی لهجه چی په پیښور کی د اوسیدونکو هندی ژبود پښتو ویونکو له لهجی سره ورته والی لری ددغه لائیحې دتوضیح په موخه جوړی شوی غونډی ته وویل چی : قدر مندو تاسو ته معلومیږی څوګ وائی چی د زنانه ؤ آواز او هغه قانون چی تاسو راواخلی او مونږ درکوو هلته داسی یوقوس ده او په هغه قوس کی دالیکل شوی چی د زنانه په زوره جهری قرات سندری نه شی ویلی . ختم ! نوچی کله یو زنانه بالغه لمونځ کوی که هلته یو بل خور بالغه تیریږی .. الحمدالله و سبحان الله ته اجازه نشته ! ښې لاس به را والی په خپل چپ لاس به ټکوی سندری ته څنګه اجازه ورکوی ؟ تکبیراتو لپاره اجازه نه لری ، آذان ته اجازه نه لری څنګه سندرو ته اجازه ورکوی ؟ قدرمندو دا هغه قانون دی چی تدریجأ به تطبیق کیږی انشأ الله ! او رفته په رفته به موږ به الله کامیابوی دا زموږ عقیده ده .
لکه څنګه چی تاسو ولوستل موږ د طالبانو د امر بالمعروف وزیر خالد حنفی حیرانؤونکی فتوی چی په نورستانی لهجه چی په کافرستان مشهور ؤ او د عبدالرحمن د واکمنی په دوره کی اسلام ته په راؤښتو نورستان ؤبلل شو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د لائیحی په باب یی د پاکستان په پیښور ښار کی د هندکو ویونکو په پښتو لهجی په څیر ویلی وه نو په پکار ده چی ددغه لهجی د مصداق په موخه دیوی ډرامی لنډ شانی کلیپ هم وړاندی کړو .
د حیرانتیا وړ خوداده چی د پښتو ددغه ډرامی دالنډ شانی کلیپ نه یوازی د لهجی ورته والی په ګوتو کوی بلکه دشیخ خالد ددغه استخباراتی فتواؤ موخی او او اهداف هم څرګندوی . ځکه ددغه کلیپ لومړی برخه داسی پیل کیږی : اسلام علیکم نبض باندی شناس صاحب ! …. وعلیکم السلام ؤزګار خیلو ډیره موده پس راغلی تشریف کیږدی ! زه لاندی باندی نه کینم ما به ټیک لوټونو جوړولو باندی ماشین آخلی . پلار یی پر مخ لاس راتیروی او هغه ته په ورته لهجه وایی ! تا باندی ماشین آخلم زما ګول کاپر جان ! زوی یی ورته واېی چی : زه به یی په خپو له آخلم ! زه به آخلم کینه لاندی باندی ! فال بین پوښتنه کی چی : مشره دا راته ووایه چی دا برخور دار بیا په کوم مرض مبتلا شوی دی ؟ په ځواب کی یی پلار ورته وایی چی :
وای نبض شناس صاحب علاج باندی ښیه … زویی وایی چی نی ، نی ، ما باندی نوټونو جوړولو ماشین خریدو پلاره ! مشره ! دی زوی خو دی چیری د سل روپاتی طبیب مطب خو نه دی لیدلی ؟ زوی یی وایی : نبض شناس چاچه مالومات باندی تازه نه دی ! فالبین په قهر او غوصه ورته وایی چی څنګه برخورداره ؟ برخوردار ورته وایی چی ما په خپلو سترګو باندی ولیدو چی دومره ټوټه واخلی او دووسوو روپو نوټ دلته راشی !فالبین وایی اممممممم برخوردار له خیره سره دخپل مرض علامات په خپله څرګند کړل . ….. دلوټونو جوړولو مرضجراثیم چی یوځل په چا باندی حمله وکړی نو هغه بیا داسی په آسانه نه ځی ! نبض شناس صاحب …پیلاره ماته په نوټونو بانی ماشین ضرور واخله !
