د حکومت او طالبانو په ارادو او کړنو باندی له ملاحظو سره سره سولې ته هیله من یم او د حکومتی اړخ په نسبت د طالبانو تعهد، د مذاکراتی پلاوى جوړښت او څرګندونې ښې ګڼم، خو په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفترویاند له یوې تلویزونې چینل سره په خبرو کې اوربند ته د جګړې په لاملونو باندی د بحث او هوکړې کولو شرط وړاندې کولو باندی نیوکه لرم. زه په اوسنئ زمانی مقطع کې دا شرط سولې ته د رسیدو لپاره ګټورنه بولم.د جګړو په لاملونو باندی بحث مونږ له اصلی مسیرڅخه د انحراف خواته بیایی.
د ولس غوښتنه او زمونږ موخه د جګړې د لاملونو څیړل نه، بلکې د جګړو ختمول دی. د لاملونو څیړل به ستونځې را وپاروی. له هرې ډلې سره خپل خپل تعبیر شته چې له بل لوری سره توپیر لرى. جګړه که هرڅومره پیچلی وی خو جګړه ختمول اړین دی.دا خبره پریږدو چې د انسان فطری حالت جګړو ته لاره هواروی، که انسانی غرور، ځان غوښتنه، د سرچینو کموالئ او که د واک حرص د جګړو لامل ګرزی؟ په معتقداتو باندی تیرى یې لامل ګرځی، که لوږه. د جګړه لاملونه سقراط په ښه توګه راپیژنی، که ارسطو؟د جګړو د لاملونو پرځاى به بهتره وی چې د جګړو په ناخوالو او بوږنونکو اغیزو باندې خبرې وکړو.زمونږ په هیواد کې د جګړو له امله سلګونو زره کونډې یتیمان او معیوبین ژوند کوی. فقر او بې کاری زمونږ په ولسونو باندی اروایی اغیزې غورځولی دی. دغو اروایی اغېزو تر نورو ورهاخوا د ځوانانو په فکری وړتیاو کې یو ډول ناارامی رامنځته کړې ده. نا امنی په مستقیم ډول د انسان پر ذهن منفی تاثیرات غورځوی. نتیجتاً انسان دخپلو شخصی او ټولنیزو موخو په اړه پرېکړه نشى کولای او هرڅه ته د شک په سترګه ګوری. ځوانان مو د انتقام اخیستلو په روانی رنځونو اخته دی.ځینې ځوانان مو د بیوزلی له امله د هیواد پریښودلو ته اړ ایستل شوی او په ستونځو کې نښتی دی. ځینې نور بیا د بیکاری له امله په نشه یی توکو روږدی شول او هغه ځوانان چې نسبتاً د زده کړو او کار فرصتونه ورته برابر دی، دمادی بخل تر اغیزو لاندی دی. عاطفه یې یوازې ترخپل ځان پوری رامحدوده کړې اوترهرڅه ورته خپل ځان اهمیت لری.که ملی اړتیاوې وارزوو، نو په کار داوه چې حکومت دځوانانو د استعداد او وړتیا د کچې په لوړوالی باندی کار کړئ واى خو متآسفانه چې حکومت په معکوس ډول د هغوى استعدادونه وژنې. په لوړو زده کړوسمبال ځوانان چې له ډیرو ستونځو وروسته یې دغه بریا ترلاسه کړې ده، په داسې دندووګمارل شی چې مسلک سره یې هیڅ ډول تړاو نه لری.
ولسمشر د پوره کولو له محاسبې ژمنی کوی. ځمکنی حقائق تحریفوی. نمایشی ناستې کوی، خو په عمل کې هیڅ نه وی. وعدې باد وړی او هیڅ اثریې نه پاتیږی. په دولتی امتیازاتو کې بشپړه بې عدالتی روانه ده. مشران د خپلو دفترونو رنګ، روغن، میز او چوکئ، کوچونه او فرش د خلیج د کوم بډایه هیواد په شان، په دیوالو باندې لګیدلی انځورونه لکه د انځوریزې ګالری په شان، دریشی، بوټونه، نیکټایی د مایکل جکسن غونډې، د کاری میز ترشا ننداره ایز کتابتون د کوم پروفیسور او فیلسوف غونډې، باډی ګاردان د ټرمپ د ګاردانو په شان ګوته په ماشه، د موټرانو کتارونه د سعودی د پاچا غوندې، خو لاهم نه پوهېږی چې هغوى د نړئ تر ټولو ناکام سیاستوال، د داسې هیواد واکمن دی چې د نړیوالو په اوږو بار، په فساد کې ککړ او ۵۴% ولس یې د فقر له پولې لاندې ژوند کوی.
دغه ډول مشرانو ته د خپلو چاپلوسانو لخوا ویل کېږی چې ولس ټول د واک په ګدئ باندې ستاسو پاتې کیدل غواړی. د حقونو د خوندیتوب په چیغو او شعارونو به ملت ټول درپسې ودریږی. لکه څنګه مو چې په ټاکنو کې بریا ستا په برخه ثبت کړه، همدغه شان راتلونکې کارونه هم کوو.د مشرانو وجدانونه ویده او مرموزو کړیو محاصره کړی دی. نه پریږدی چې څوک د هغوى ویده وجدانونه د ویښولو هڅه وکړی او یا هم په زغرده ورته ووایی چې سیاسی بریا د ولس په غولولو او په جګړو کې په وژلو نه، بلکه د هغوى د دردونو او ستونځو په کمولو او هغوى ته د سوکاله ژوند په برابرولو کې نغښتئ ده.
د واک په نشه مستو مجنونانو هغه تور سرې خورکئ نه ده لیدلی چې د شاه شهید په انفجار کې یې خاوند او دوه بچیان وژل شوی، کور یې کنډواله شوئ او د کنډواله کور په خاورو ناسته د هغې پرښتې انتظار کاوه چې کور ته یې د پناه ورکولو په موخه بوزی؟هغوى د هغه ځوان د نیمګړیو ارمانونو په هکله هم فکر نه ده کړئ چا چې د جګړې په سنګر کې د ژوند په اخری شیبو کې د خپل مرګ په تړاو اندیښنه نه درلوده، خو خپلې میرمنې ته په تلیفون کې وایی چې زما غم وه کو…
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید