گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د هنداوپاکستان ترمــــنځ دخـاورې،اواوبـو هـژمـوني جګړه:
د هنداوپاکستان ترمــــنځ دخـاورې،اواوبـو هـژمـوني جګړه:

د هنداوپاکستان ترمــــنځ دخـاورې،اواوبـو هـژمـوني جګړه:

و مو ليدل چې جګړه اوس د تکنالوژي په زور پرمخ وړل کېږي. اوسني عصر کې جګړه د جنګياليو ترمنځ له يو بل سره د سترګه په سترګه کيدو شجاعت او د جګړو ډګر ته د وتلو زړورتیا نه غواړي. یوازې یوه بټن، یو ډرون، یو بريښنايي سیګنال اړين دى چې انسانان ووژني، ښارونه ونړوي او ولسونه تباه کړې. نوې جګړه  زړه نه لري او قربانیان یې همیش د جګړو پيلوونکي نه، بلکې عام خلک وي.پخوا به جګړه د انسانانو ترمنځ مخامخ مقابله وه، چېرته چې به جنګيالیو  د خپل خاورې، خپل ناموس، یا خپل ملت د دفاع لپاره جګړه کوله. حتى د جګړو په منځ کې انساني احساس، عواطفو، وجدان،  اخلاقي کوډونو او کلتوري ارزښتونو ځای درلود. که څه هم جګړه تل ناوړه ده، خو پخوا به پکې لږ تر لږه د اتلولي، شجاعت او شهامت څرک لګېده. اوس وخت کې یو کلیک د یو ښار د نړولو لپاره بسنه کوي؛ یو تحلیلګر په اېروکنډېشنډ دفتر کې ناست د  انسانانو برخلیک ټاکي. جنګونه اوس د مځکې پر مخ نه، بلکې د سکرینونو تر شا، د استخباراتو په کوډونو، او د مصنوعي ځيرکتيا لخوا د سړو محاسبو له لارې پرمخ وړل کېږي. یوازې نقشو ته کتل کېږي  او د بريد اغېزمنتوب  د کمپيوټر سکرين وړاندي کيږي.  جګړه اوس له وجدان، اخلاص، او انساني ارزښتونو څخه بې‌برخې مسلک دی. قربانیان یې بې‌غږه خلک دي،  قاتلان یې ناڅرګند، او هدفونه یې ناوړه، خو دَ اغيزمنتوب کچه يې لوړه ده. د هند او پاکستان ترمنځ جګړه کې ديني اړخ څخه پورته کول يقيناً ديني صبغه نه بلکې سياسي بڼه لري. دغه جګړه یوازې د کشمیر، پولو، یا د اوبلنو سرچينو په سر شخړه هم نه ده، بلکې د هژموني، نفوذ، او ستراتیژیکو موخو جګړه ده. ياده جګړه  د حق او باطل ترمنځ مقدسه معرکه نه، بلکې د واکمنانو د ګټو د خوندیتوب تسلسل و،دواړه هېوادونه هڅه کوي چې د سیمې واک ترلاسه کړي، خو د هغوى د هژمونيکي موخو لپاره د جګړو تر ټولو ستر قربانیان د دواړو هېوادونو د ولسونو په ګډون د سيمې عام خلک دي. هغه خلک چې د سولې لپاره يوازې خوبونه ويني او د توپونو غږ ته ویده کېږي. کله چې جګړې د مشرانو لخوا د امتيازاتو او نورو ناوړه موخو لپاره پلان کېږي، نو نور پکې نه وطن پاتې کېږي، نه غیرت، نه هم کوم اخلاقي ارزښت لري. حماسه يوازې د ولس په احساساتو، ترانو، سندرو او شعارونو کې تکراريږي، خو تر شا يې د واکمني سفر د وژل شويو پر کوپړيو ولاړ وي. د يوه هېواد طبیعي زيرمې چې باید د انسان د بقاء لپاره کارېدلې وای، د فشار او تسلط وسیلې ګرځې او د واک په نشو مست مشران د ځوان نسل ساده احساسات د جعلي افتخاراتو او رسنیزو شعارونو تر چتر لاندې د قربانۍ لپاره چمتو کوي.په دې سیمه کې اتومي سیالي د غرور بيلګه شوې ده. دغه سیالي نه د امنیت تضمین کوي او نه هم د شخړو حل وړاندې کوي، بلکې د ټولې سیمې د کنډواله کيدلو امکان زیاتوي. تر هغو چې د خاورې، اوبو، او هژموني جګړه د انسانانو د وینو په قیمت وي، دا لمبې به یوازې انسانان او خاوره نه، بلکې تاریخ، حافظه، او انساني وجدان هم وسوځوي.جګړه بدله شوې، خو زخمونه يې همهغه زاړه دي. مرګونه اوس د جګړو په لمړيو کرښو کې له جوړو ګرمو سنګرونو او بنکرونو څخه نه، بلکې د کمپیوټري میزونو تر شا د ناستو خلکو لخوا توغول کيږي، ځانمرګي نور انسانان نه، بلکې ډرونونه دي.  تڼۍ يې کېکاږل کيږي،  کورونه ورانوي ،  خلک وژني، او یو نسل بې‌ریښې پاتې کېږي. دغه نوي جګړه کوونکي ابزار زړونه نلري، عاطفه نه پېژني، د د درک کولو وړتیا يې سلب شوې ده، خو د جګړې پایله یې هماغه ده: یتیم، کونډه، دربدر ولسونه ، کنډوالې نړيدلي ښارونه او غمجن انسانان.د هند او پاکستان ترمنځ په لنډه شان جګړه کې مو ليدل چې جګړه اوس د شجاعت نښه نه، بلکې یو تيار شوی، بې‌احساسه مسلک ګرځېدلی دی، چې د تکنالوژۍ په زور پرمخ وړل کېږي. معاصرو جګړو کې د جګړو ډګر ته د وتلو زړورتیا نه غواړي. یوازې  د استخباراتي ادارو یو بريښنايي سیګنال کولاى شي ډېر انسانان ووژني او ښارونه ونړوي. د نوې جګړې قربانیان د تل لپاره د جګړو پيلوونکي نه بلکې عام خلک وي. په جګړه کې تر هر څه د مخه واقعیتونه وژل کېږي. ځواکمنې رسنۍ دروغجن تبلیغات پيلوي، عامه ذهنیتونه جوړوي ، او واقعیتونه پټوي. جګړه یوازې د انسانانو وژل او تعميرونو نړول نه، بلکې د ذهنيتونو خرابول هم کوي.د هند او پاکستان ترمنځ له لنډمهاله جګړې وروسته باید روښانه شوې وي چې هند لنډه جګړه  او پاکستان يې ژر تر ژره ختمول غوښتل. دواړو غاړو له دغې جګړې څخه د پراخو تبليغاتي کمپاينونو په مټ د مشرانو لپاره د اړينو پواينټونه ترلاسه کولو هڅه وکړه. البته پاکستان په تبليغاتي برخه کې برلاسى وو. د تبليغاتي چينلونو متضاد راپورونه او د دواړو غاړو په ځانګړي ډول د پاکستاني مشرانو  متفاوتې او مبهمې څرګندونې ددې لامل شوې چې واقعيتونه تراوسه پورې ناڅرګند پاتې دي. بله دا چې موډرنه جګړه اوس د کیمرو،  استخباراتي مانورونو او دروغجنو تبلیغاتو په کولو پرمخ وړل کیږي. وژونکي باروت اوس د د توپک له ماشې سر سره د کمپيوټري بټنو له کليک څخه ويشتل کوي او دغه جګړه اوس د مایکروفون، سکرین او د خبري سايټونو د عنوانونو له لارې فتوحات راوړي. د جګړې مخکښان اوس په خاورين سنګر کې نه، بلکې د ښکلي ميز ترشا ارام او خوندي ناست  مشران، خبریالان، تلويزوني انکران، او د سوشل میډیا جعلي اکاونټونه دي. هغوى حقیقتونه پټوي، ذهنيتونه منحرف کوي، وژل شوي پړه ګڼي او قاتلان اتلان را پيژني.دروغجن افواهات خپرول، د ذهنونو نیول، د فکرونو تسخيرول، د وجدانونو وژل،  د ريښتونو انساني ارزښتونو مسخه کول، تاريخ مسخه کول او اخلاقي کوډونو له منځه وړل  د معاصرو جګړو روح ګڼل کېږي. که څه د جګړې مشران  نه ليدل کېږي، خو هغه ماشومان چې د هغوى لخوا له لرې واټن څخه د ويشتل شوي توغندي او د هوايي ډرون په برید کې ژوند له لاسه ورکوي، د غميزې اصلي او بې‌غږه مخلوق دى چې د جګړو واقعي سناریو نندارې ته وړاندې کوي

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا