گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دافغانستان دکرکټ دټیم بله بریأ!
دافغانستان دکرکټ دټیم بله بریأ!

دافغانستان دکرکټ دټیم بله بریأ!

دباوری خبری آژانسونو د خبر له مخی د زیمبابوې کرېکټ ملي لوبډلې د افغانستان د ملي لوبډلې له لوي د ۱۵۴ منډو ورکړل شوی هدف پوره نه کړ او لوبه افغان لوبدلې د پنځوس منډو په توپیر وګټله. د درې شل اوره لوبو د دوهمې لوبې پچه افغان لوبډلې وګتله او لومړی یې د زیمبابوې په وړاندې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.افغان ملي لوبډلې د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د درویش رسولي ۵۸، عظمت الله عمرزي ۲۸ او ګلبدین نایب د ۲۶ ناسوځیدلو منډو په مټ د شپږو لوبغاړو په زیان په شل اورونو کې کوربه لوبډلې ته د ۱۵۴ منډو هدف ورکړ.

په نننۍ لوبه کې د توپ اچونې په برخه کې یوځل بیا د افغانستان پیلیز توپ وهونکي رحمان الله ګربز په ۱۱ منډو، صدیق اتل په ۱۸ منډو او زبید اکبري د یوې منډي جوړولو وروسته خپلې ویکټې له لاسه ورکړي او د تیري لوبې په څیر یې په توپ وهنه کې کوم د پام وړ لوبه ونکړل.خو د منځنۍ لیکې توپ وهونکو درویش رسولي د ۵۸، عظمت عمرزي ۲۸ او ګلبدین نایب د ۲۶ نا سوځیدلو منډو په مټ افغان لوبډلې سیالې لوبډلې ته د ۱۵۴ منډو هدف ورکړ.همدارنګه د لوبې په دوهمه پاڼۍ کې د افغان توپ اچونکو د ښې توپ اچونې په پایله کې د زیمبابوې لوبډله ونه توانیدله چې د افغان لوبډلې له لورې ورکړل شوی هدف پوره کړې.په توپ اچونه کې نوین الحق او راشد خان ۳ـ۳، مجیب الرحمن دوه، عظمت عمرزي او فرید ملک ۱ـ۱ ویکیټه واخیستله او د زیمبابوې ټول لوبغاړي یې د لوبې په ۱۷،۴ اور کې وسوځول.دنواندیشی تربیون چی له ډول قومی ، نژادی ، سیاسي او مذهبی توپیر پرته د افغانستان د جګړه ځپلی اولس آواز دی دتل په څیر د افغانستان جګړه ځپلی اولس ته مبارکی وايی او د لوبو ډګر کی ورته د لوی خدای ج له درباره ورته د لابریالیتوبونو هیله کوی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا