گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د افغــــانســــتان او پاکـــستان ترمنځ امنیــــتي پـــارادوکـــس !
د افغــــانســــتان او پاکـــستان ترمنځ امنیــــتي پـــارادوکـــس !

د افغــــانســــتان او پاکـــستان ترمنځ امنیــــتي پـــارادوکـــس !

د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ زیاتېدونکی کړکېچ د افغان ولس په نفسياتي اړخونو باندې ژورې اغېزې وکړې، په بيساري ډول يې د پاکستان ضد احساسات راوپارول او د سیمې امنیتي جوړښت یې د خطرناک پړاو تر څنډې پورې ورساوه . د افغانستان پر خاوره د پاکستان هوایي بریدونو، د ډیورند کرښې په اوږدو کې متقابلو توپچي نښتو، د دواړو هېوادونو لخوا په يو بل باندې د کرښې دواړو غاړو ته د وسله‌والو د تګ راتګ تورونه ، او په ډيورند کرښه د دروازو د تړل کېدو له امله دواړو غاړو ته  رامنځته شوېو اقتصادي ستونځو دغه بحران له عادي ډیپلوماتیک اختلاف څخه تلپاتې او خطرناک حالت ته رسولی دی.د دغې ترینګلتیا تر شا دوه اساسي موضوعات  په ټولنيزو مباحثو کې مرکزي رول لري. لومړی دا چې آیا پاکستان په عمدي ډول د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته د فشار او بې‌ثباتۍ فضا رامنځته کول غواړي، او که دغه هېواد د افغانستان په اړه د خپلو ناکامو پالیسیو د ارزونې او پکې د سمون رامنځته کولو د هڅو د نشتوالي پایله ده.

دوهمه موضوع د اسلام‌اباد پرله‌پسې غوښتنه ده چې کابل دې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) پر ضد “د تایید وړ اقدامات” ترسره کړي.د پاکستان له نظره، او د ډېرو څارونکو په باور، حل لاره ظاهراً ساده ښکاري: افغانستان باید د TTP پر ضد پرېکنده او پراخ پوځي عملیات ترسره کړي، تر څو  د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ترینګلتیا له اصلي سرچینه له منځه لاړه شي. خو دا غوښتنه یو مهم تاریخي تضاد لري. هغه داسې چې پاکستان له کابل څخه داسې ستراتیژي غواړي چې خپله پاکستان د ورته وسله‌والو ډلو په وړاندې د افغانستان لخوا ورته غوښتنې په همدغه الفاظو ردولې چې نن يې افغانستان کاروي. په ځينو ځانګړو ناستو کې پاکستان د افغانستان ورته غوښتنې د ستراتېژیکو محاسبو او دغه هیواد ته په ممکنه ډول د رامنځته کيدونکو امنیتي ګواښونو او بي ثباتي له امله  ناکامه بللې او په خبرو اترو يې ټينګار کاوه.په دې پس منظر کې، د پاکستان پوځي او امنیتي جوړښت داسې ښکاري چې د کابل پر وړاندې یې د فشار یوه محاسبه شوې او څو اړخیزه ستراتیژي غوره کړې ده. په دې کې هوایي بریدونه، د کړکېچ د زیاتېدو ګواښونه، د تورخم او چمن د مهمو سرحدي دروازو پرله‌پسې تړل، او له پاکستان څخه د افغان کډوالو پراخ ایستل شامل دي. وخت او رامنځته شويو شرائطو وښوده چې د پاکستان دغه تګلاره، په ځانګړې ډول اقتصادي فشار د افغانستان په پرتله پاکستان ته ډېر زيانونه واړول.د پاکستان لخوا له ديپلوماسي او ښه ګاونډيتوب له پرنسيپونو سره په تقابل کې د ترتیب شوې تګلارې تر شا اساسي موخه شايد داوي چې له TTP سره د کابل د اړیکو سیاسي، اقتصادي او امنیتي لګښتونه دومره لوړ کړي او په دغه هېواد کې د بې ثباتي رامنځته کولو ته لاره پرانیزي او د پاکستان هر ډول غوښتنو ته غاړه کېږدياسلام‌اباد داسې انګیري چې تلپاتې فشار کولای شي کابل دې ته اړ کړي چې د خپل کورني ثبات د ساتنې او له خپلو ايديالوژيکو تاریخي شریکانو سره د اړیکو ترمنځ یوه خوا غوره کړي، هغه غوښتنه چې پاکستان په خپل وخت کې نه ده منلې او حتی د شدید فشار لاندې هم د TTP پر ضد بشپړ پوځي اقدام د کابل له نظره هم ايديالوژيکي او نظرياتي خيانت ګڼل کېږي. همدغه شان له ستراتیژیکي پلوه د پاکستان غوښتنه نه عملي او نه ګټور ګڼي.د افغان طالبانو او TTP ترمنځ اړیکي یوازې د وروستیو تحولاتو له امله رامنځته شوې موقتي همکاري نه ده، بلکې د لسیزو ګډو جګړو، فکري نږدېوالي او په افغانستان کې د ګډو اوږدمهاله همکاريو محصول ده. په زړه پورې دا ده چې د دغو شبکو ترمنځ نښلوونکې جوړښتونه په هغه سیمه‌ییز چاپېریال کې وده کړې چې یوه برخه یې د پاکستان د ستراتېژیک ژوروالي په نوم امنیتي پالیسیو له امله رامنځته شوې وه. خو د وخت په تېرېدو سره دغه نظرياتي اړیکې د پاکستان له مديريت څخه وتلې او د ګډو قربانیو، ګډو روایتونو او مشترک فکري لید له امله ژورې شوې دي.له جهادي ډلو سره په اړيکو جوړولو ساتلو او پاللو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ توپير دادى چې پاکستان له يادو ډلو سره اړيکو د ستراتېژي ګټو پربنسټ ساتي پالي او د اړتیا ختميدو پرمهال يې شلوي خو بالعکس افغانستان د پاکستان په نوښت رامنځته شويو دغو اړيکو ته له نظرياتي او ايديالوژيکي ادرسونو څخه د مکلفيت په سترګه ګوري او ورسره د دښمن په څير چلن ورته نظرياتي خيانت ښکاري. له همدې امله، له TTP سره مستقیمه جګړه د کابل لپاره یوازې یو نظامي ټکر نه، بلکې د داخلي یووالي او د حاکم نظام د مشروعیت لپاره یو جدي خطر ګڼل کېدای شي.په پایله کې، د زيات فشار ستراتیژي  غوڅه او تلپاتې حل لاره نشي رامنځته کولای. برعکس، د ځواک کارول د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته د اوږدې او خونړۍ بې‌ثباتي له امله رامنځته شوى بن‌بست لا ژوروي. د دغه کړکېچ د ماتولو لپاره اړینه ده چې کابل او اسلام‌اباد دواړه د متقابلو تورونو لګولو او له نورو  غیر واقعي ستراتیژیکو غوښتنو څخه د بحران عملي مدیریت، تدریجي کمښت، او اوږدمهاله کنټرول ته مخه کړي.عملاً د دغه پېچلي بن‌بست حل هغه وخت ممکن دی چې د زور او فشار پر ځای د دوه اړخيز درنښت پربنسټ ولاړې څو اړخيزې خبرې اترې، اقتصادي راکړه ورکړه، خوندي سوداګریز میکانیزمونه، او سیمه‌ییزه همغږي رامنځته شي، ترڅو د وسله‌والو ډلو لپاره د ایډیالوژیکي جذب ګراف راښکته شي. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د ګډو هڅو پربنسټ د افراطیت په وړاندې د اعتدال لاره غوره وګڼل شي او ددغې لارې د لارويانو ملاتړ  وشي. که داسې بدلون رامنځته نشي، د فشار پر بنسټ تګلارې به ستونځو ته د حل موندلو پرځاى په دواړو هېوادونو او سيمه کې بې‌ثباتي نوره هم زیاته کړي

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا