که څه هم په اروپا او ټوله نړی کی میشت افغانان په ګران هیواد افغانستان کی دجګړواو د افغانستان د تاریخی دښمن پاکستان د یرغلونو په اور کی سوزی او هره شیبه دجګړی خبرونه اوری خو ترڅنګ یی ځوانان په میړانه سره دلوبو د ډګر اتلان جوړیږی او په نړیوالواوسیمه ایزو سیالیو کی د ویاړ مډالونه ترلاسه کوی .
چی ددغه بهیردهالنډ په شاهی هیواد کی میشت د محمد حسین فروتن چی د خپل کار ترڅنګ د ورزش په سیمه ایزو او نړیوالو سیالیو کی هم ګډون کوی چی په لړ کی یی په لسګونو دسرو اوسپینو زرو او نور راز راز میډالونه تر لاسه کړیدی .چی په تیره اونی کی یی دبلجیم هیواد د بروکسل په اروپائی جنګی لوبو کی په ګډون سره چی فرانسی ، آلمان ، بلجیم ، هالنډ په څیرد لویو هیوادونو لوبغالو ګډون کړی ؤ د سرو زرو میډال ترلاسه کړ .
ښاغلی محمد حسین فروتن په خپله د انستاګرام پاڼه کی لیګلی دی چی : پوره نه میاشتې وروسته ما نن د ګراپلینګ انډسټریز بروکسل سیالیو کې برخه واخیسته، او ما په ګي (Gi) کې د سرو زرو مډال وګاټه. ما ۵ سیالۍ وکړې، چې له هغې څخه مې ۴ په سبمیشن (تسلیمولو) وګټلې، او ټولې ۴ مې د ټرایانګل چوک (triangel choke) له لارې وګټلې. د نو-ګي (No-Gi) سیالۍ مې د پښې د ټپ او سختې ستړیا له امله نیمګړې پرېښودې. نواندیشی تربیون ښاغلی محمد حسین فروتن د هغه درنی کورنی او ټولو افغانانو ته ددغه اتلوالی مبارکی وایو او له خدایه غواړو چی هغه ته چی د کار ترڅنګ د لوبو په ډګر کی هم لابریالیتوبونه تر لاسه کړی .

وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید