نږدې نيمه پېړۍ کيږي چې افغانستان د څلويښتو مليونه وګړو د داسې ګډ کور په توګه نه مديريت کيږي چې حکومت يې د حکمراني کولو پرځاى ولس ته ځواب ورکوونکى وي، د شخصي ګټو پرځاى ملي ګټو ته لومړيتوب ورکړي، سرې او شنې کرښې ولري، بلکې کله يرغلګر او کله حاکمې ډلې ولس لکه د غلامانو او هيواد د فتحه شوي خاورې او خپل خالص ملکيت په توګه د خپل د هوا او هوس، نيرنګونو او مانورونو په اډانه کې د پرديو لخوا کله د وسلو، کله هم د نظامونو د ازموينو لابراتوار او کله د نيابتي جګړو ډګر ګرزيدولى دى.څوک ګرمو اوبو ته د رسيدو شيطاني حرص د کورنیو چاپلوسانو په دروغجنو ژمنو ليوني شول. بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید








