له تېرو څو لسیزو راهیسې سترو بدلونونو او ناورينونو ته په ملي کچه زموږ د غبرګون له نه ښودلو څخه داسې ښکاري چې ټولنيز بدن مو يقيناً د افراطي او تجارتي سياستونو ويروسونو ځپلى دى. د مصلحتونو تر عنوان لاندې د وحشتونو ښکار يو. پېښو ته په ملي کچه د غبرګون وړتیا مو له منځه تللي ده. موخې نه پيژنو په مخونو پسې روان يو. څوځله ازمويل شوي ناکام مشران لا هم اتلان او د سياست اولګو ګڼو. ستايو يې او انځورونه يې په خپلو پروفايلونو لګوو. زموږ د ټولنيز ذهنيت هره برخه د افراطيت ناسور فلج کړى ده. په په سوسياليزم او ديموکراسي کې مو د پرديو د خوشحالولو لپاره، د خپلو ولسونو د ځپلو او د واک د حرص له امله د افراطي اړخ د خپلولو نتيجه وليده. موږ متأسفانه د اعتدال په دين کې هم د افراط لورى نيسو، خو که هوډ وکړو چې په دغه هېواد کې تجارتي سياست او د افراطي تګلارو ته نور توجيهات نه لټوو، نو بريا ته به يقيناً رسيږو بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید








