د افغانستان ستونځه ورځ تر بلې پيچلي کيږي کړاوونه او شخړې زياتيږي حتى د افغانستان جغرافیه له ګواښ سره مخ کيږي. متاسفانه اوسنيو حاکمانو نه خپل ملت خپل کړاى شو او نه يې هم نړيوال ملاتړ ترلاسه کړاى شو. کله چې حاکمان په انحرافاتو سر کيږي نو مسئوليت مستقیماً د عافیت په ګوښه کې ناستو هغو مخورو پاکو او ژمنو مشرانو د درد او درک درلودونکو ځوانانو او د عامو خلکو ته متوجه کيږي چې فکر کوي هغوى هيڅ نشي کولاى، دغه وخت د چوپه خوله پاتې کيدو دى. وخت او شرایط نورمال نه دي، يوازې هغوى څه کولاى شي؟ حکام د انتقاد اوريدو وړتیا نه لري او داسې نور. د سمون او بدلون لپاره تعمیري مبارزه توپک او توره نه غواړي.اوسنى ستونځه هم همدغه شان ده. حاکمه ډله د خپل لوري هرڅه سم ګڼي. بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید








