دنواندیشی د تحلیل او خبر میز : ___________________________________________________________________________________________________________________________ داده دا ځل زموږ همیشه نی خواخوږی درانه همکار محترم استاد ګل شامیر یوه له عبرته ډکه قیصه لیکلی چی د افغانی ټولنی اوسنی حال آنځوروی او وروسته یی دنتیجی په توګه داسی کښلی دی :زه خپل قوم (افغان ملت) ته حیران یم، که څه هم ډېر غیرتی مشران او ځوانان پکې موجود دی چې: تر اوسه پورې د استکبار او استعمار پر وړاندې په میړانه سره مبارزه کوی او جنګیږی، خو په عموم کې به آخر موږ ته هم په کوم څه او کوم شی باندې غیرت او غوسه راځی او کنه ؟؟؟ تر اوسه پورې خو نه پر خدای(ج)، نه پر رسول(ص)، نه پر اسلام، نه پر هیواد او خاوره، نه پرخپل ځان او نه پر خپل ناموس، موږ کامل او پوره غیرت کړی دی او نه توقع ترې کیږی.یو ځل یې بیا تکراروم، چې: آخر به هم په څه شی باندې غیرت راځی؟؟؟؟؟ افسوس زموږ پر حال!!!!! تقریباً پنځه دېرش میلیونه خلک، د زرو(۱۰۰۰) تنو معلوم الحاله دښمنانو د تجرید یا نابودۍ ظرفیت او توانایې نه لرو، د رښتینی ملی یووالی او اتفاق وړتیا نه لرو، هزار افسوس زموږ پر حال. نواندیشی تربیون له دغه محترم استاد څخه په مننه او دهغه دلا پرمختګ په هیله ددعا لاسونه اوچتوی او دافغانستان دخوار او ځپل شوی اولس د هرډول ښکیلاک او استبداد څخه د خلاصون په موخه دلا خدمت توفیق غواړو بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید








