د جګړو په هکله زما ټول قضاوتونه، څرګندونې او دريز د افغانانو ترمنځ په مختلفو نومونو او عنوانونو د خپلمنځي جګړو په محوريت را څرخيږي. د خپلواکي په وړاندې د مبارزې په تړاو مطلقاً جدا نظر لرم چې د کورنيو جګړو په تړاو مې له دريز سره قطعاً د پرتله کيدو وړ نه دي. دلته ډيره اوږده جګړه تيره شوه. دلته ډير سرونه په خاورو او وينو کې لت پت شول. دلته په زرګونو لاس تړليو تسليم شويو انسانانو باندي د کلاشینکوفونو ببکي وشول او دښتې يې په وينو خړوبې شوې. دلته ډيرې ميندې په دغه ګناه بورې شوې چې عسکر پوليس، مامور يې زيږولى وو ډيرې خويندې ځکه کونډې شوې چې له طالب سره يې د ژوند تړون درلوده ، بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید








