افغانانو باید د امتیازاتو ورکولو اوغوښتلو پرځاى په ملي مسایلو ستونځو اود تلپاتې حل په لارو باندې پرانستى بحثونه کړي واى.د امارت د چارواکو او مرورو افغانانو ترمنځ د خبرو له پيل وړاندې باید د دواړو اړخونو ترمنځ داسې تعهد موجود وي چې په واک کې د پاتې کيدلو، واک ترلاسه کولو او په دې پورې تړلي اجنډا پرځاى به په لمړي سر کې د افغانستان د سياسي نظام، اساسي قانون او له اوسنى ناوړه حالت څخه يوه قانوني جوړښت ته د ننوتلو لپاره د ميکانيزم په جوړولو باندې د هوکړې هڅه کيږي. که د امارت خوا د بيعت غوښتنه کوي اومخالف اړخ په واک کې د ځان لپاره برخه غواړي، نود پخلاينې له کميسيون څخه د خيرتمه کول به خوب خيال او محال وي.زه منم چې د واک په مورد کې پورتني وړانديزونه منل به په ځينو مواردو کې د طالبانو او په ځينو نورو برخو کې د مرورو افغانانو منفي غبرګونونه را پاروي. ځکه چې طالبان واک غنيمت ګڼي اومخالف اړخ شرایطو او وضعیت ته له کتو پرته هوايي غوښتنې کوي، خو هغه د پښتو متل دى چې وايي "که زهرترخه هم دي، خورنځورورته مجبوردى" بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید








