دفداکارۍ او امانتدارۍ حس درلودل د بشری وګړو دبشری کرامت اوپه ټولنه کی د اجتماعی عدالت د استقرار ضامن او صاحب ګڼل کیږی.مونږ د خپل هیواد اوولس دلوړتیا او ارتقاء په نسبت ښې هیلې او نیکې وړتیاوې لرو او هر یو په خپل وار سره دغسې مقدسې هیلې سره علاقمندی او دلچسپې ښکاره کوو. اما مونږ باید پوه شو چی څنګه ، په ګوړه ګوړه ویلو خوله نه خوږیږی ، په همدی توګه دخولی په خبرو او دزړه په هیلو چی زیاراوهاند ورسره مل نه اوسی څه نه کیږی .له خبرو سره چی کردار او له هیلې سره چی کار او عمل ملګری نه وی څه نشی تر لاسه کیدلای اونه کوم ارزښت لری ، مونږ چی څه وایو او د څه په نسبت چی هیله او تمنا څرګنده وه بایده دی چی هغه ته د عمل جامه ورواغوندو او خبله خوله او خپل زړه ، خپلې هیلې اوخپل اعمال سره یو کړو بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید








