دنواندیشی د خبراو تحلیل میز: ____________________________________________________________________________________________________________________________ د افغانانو ترمنځ روانه جګړه له ملی ګټو او ارزښتونو سره په تقابل کې ده . که جګړه دفاعی اړخ ولری او مشروعیت هم ترلاسه کړی، خو کله چې دواړه اړخونه مسلمان او افغانان وی او افغانی ناموسونه مو د جګړو له امله په کنډوالو او سپېرو دښتو کې د شنه اسمان لاندې پراته وی، نو دا جګړه په سپیڅلو نومونو یادول به څه ډول توجیه کړو؟له دغه واقعیت څخه هم انکار نشی کیداى چې شل کاله وړاندې د طالبانو د حکومت د سقوط په مهال د هغوى مخالفو جنګی ډلو په ځانګړی توګه د دوستم ملیشو له تسلیم شویو طالبانو سره داسې وحشی کړنې وکړی چې زه یې په لیکلو شرمېږم . د بن له پریکړې وروسته د هیواد په نورو ډیرو ولایتونو کې هم په کور ناست طالبان ونیول او یا د هیواد پریښودو ته اړ ایستل شول.افغان ولس نه پوهېږی چې طالبان په دقیق ډول څه غواړی. د طالبانو د مشخصو غوښتنو په تړاو حکومت مجبور دى چې د طالبانو معقولې او په حقایقو ولاړې غوښتنې ومنی او یا به هم له ولسی غبرګون سره مخ کیږی.د طالبانو سیاسی قیادت نن یو ځل بیا د ستر ازمون په څلور لارې کې ولاړ دى. نن یو ځل بیا د ابادی او تباهی ترمنځ قرار لری بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید














