دنواندیشی د خبر اونظر میز : ____________________________________________________________________________________________________________________________ نن مو د جګړې د اړتیا او دوام په دوکتورین خبروم. هغه دا چې جګړه کله هم په خپل ذات کې سپیڅلی نه وی. د جګړو سپیڅلتیا له جګړې وروسته د عدالت د تأمین او امن د قیام لپاره وی. بله دا چې اساسی موخې د خبرو له لارې د ترلاسه کولو لپاره وخت وپیرل شی . کله کله مټکور اړخ ترهغو د سولی خبرو ته تیارى نه ښئی تر څو چې د جګړې په ډګر کې سولې ته مجبور نشی.کله هم چې مخالف اړخ خبرو ته تیار شی، په همهغه مهال جګړه د توجیه کولو له مدار څخه وزی او د مشروعیت استدلال له لاسه ورکوی. خبرې پیلیږی، د غوښتنو نوملړ د دواړو غاړو لخوا وړاندې کیږی، د څه واخله څه ورکړه فارمولې پربنسټ د دواړو متخاصمو ډلو ترمنځ معامله کیږی او جګړه پاى ته رسیږی. که احیاناً دواړه متخاصمې ډلې ژور اختلافات ولری او هوکړې ته د رسیدو لپاره انعطاف نه منی، نو په اسلامی، افغانى او نړیوالو قوانینو کې د حل نورې لارې شتون لری بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید














