د ااا په تېر دور کې هم په ډيرو برخو کې سخت دريزه تګلارې درلودې، خو هغه مهال افغان ولس له کورنۍ جګړې څخه د نسبي امن خواته تازه راوتلې وه، افغانانو د زده کړو په برخه کې د اوس په شان پرمختګ هم نه درلود او غوښتنې يې هم محدودې وې، خو ااا د قول او عمل ترمنځ يې توپیر نه درلوده، مبهم او مجهول اصطلاحات يې نه کارول.په اوس وخت کې د نړيوالې ټولنې توجه، د چټک پرمختګ لپاره د ډيرو امکاناتو او فرصتونو له شتون او له خورا زیاتو ژمنو سره سره طالب مشرانو د خپل ولس د هيلو غوټۍ ورژولې، د اسلامي امت او د نړيوالو غوښتنې يې بابېزه وګڼلې. نوى تعلیمي کال پيل شو خو بيا هم متأسفانه د انجونو په مخ د ښوونيزو بنسټونو دروازې بند پاتې شوې. دغه ستره ملي غميزه زموږ ملي ويښتابه، ټولنيز شعور، علمي وړتیا او له دين سره زموږ واقعي تړون تر جدي پوښتنو لاندې راوړيد تياره راتلونکې په لور د خطر زنګ او زموږ د ټولنيز وجود په مخ باندي هغه تور داغ دى چې په اوږدمهاله توګه بد عواقب لري او به لاندي ناخوالې رامنځته کوي: بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید














