په افغانستان کې د نظامونو نسکورېدل ښايي د ځينو خلکو د واک خوبونه پوره کړي، خو د ولس هوساينه، د هېواد ثبات، عدالت او اوږدمهالې سولې هيلې نشي پوره کولای. د دغه ارمان تحقق د ولسونو او سياستوالو په ذهنيتونو کې داسې بدلون ته اړتیا لري چې پکې سياسي ملاتړ د قوم، ژبې، ډلې، انډيوالي او شخصي اړيکو پر ځای د حساب غوښتنې، حساب ورکولو او ملي مسئوليت منلو پر بنسټ ولاړ وي. بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید














