د نواندیشی د خبر او تحلیل میز : ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ خوست مدنی فعالان، ځوانان او اوسیدونکی له ولایتی ادارې غواړی چې د دې ځای ځمکې دې د کورونو او شخصی موخو په خاطر نه ویشل کېږی. دوی وایی، د ځینو معلوماتو له مخې د نمونوی لېسې ترڅنګ د ازادۍ مېنې په 'بی' رېزرف سیمه کې ځمکه سکېج شوې او چارواکی یې په پټه په خپلو منځو کې د کورونو د جوړولو لپاره ویشی.فعالانو چې د چهارشنبې ورځې ناوخته یې د یوې اعتراضیه ناستې په ترڅ کې رسنیو سره خبرې کولې، خبرداری ورکړ که ولایتی مسوولین یې غږ وانه وری، نو دوی به د ارګ مخې ته ورشی او د خوست د ځمکو د تالان پر وړاندې به د مخالفت غږ اوچت کړی مدنی فعال فریدالله قربان وویل، دا چې نمونوی لېسه د کتابتون، ساینس مرکز، نورو فعالیتونو او تفریح لپاره سیمه نه لری، نو د دوی غوښتنه دا ده چې دا ځمکه دې د چور او تالان پر ځای د همدې لېسې برخه جوړه شی بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید








