داهم واقعيت دى چې له لویو جرگو څخه د ارګ ميشتو لخوا تر يوه حده پورې د خپلو سليقو پر بنسټ کار اخيستل شوى دى، کله پکې د ختيځ سوسياليستي تيوريستان ورګډ کړل شوى دي او کله پکې لويديځ ليبراليزم په ننداره ايز ډول د ارګ د ګټو لپاره ورپيچکاري شوى دي، خو موږ وليدل چې د افغانستان په ټولنه کې پردی سياست ، پردی دود او پردۍ پېښې ناکامه شوي دي.د دود له مخې د لويې جرگې ډيرى غړي باید د افغانستان د کليو او بانډو څخه پوهيالان، روحانيون، مخور قومي مشران، قانونپوهان ، استادان وي. په ځانګړي ډول د کړکېچ عاملين باید پکې شتون ولري. د زغردو خبرو او سپينو ويناو په کولو سره په پای کې د جرګې هرې پرېکړې منلو ته چمتو او سر کېږدي نه غواړم په تير تاريخ باندي تبصره وکړم خو دومره ضرور وايم چې په هره جرګه کې حاکمې ډلې سليقه کارولې ده او تر يو څه حده پورې يې وړتیا او اهليت ته د کتو پرځاى خپل ملاتړي پکې ځاى په ځاى کړي دي بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید








