دنواندیشی دخبر اونظر میز: _______________________________________________________________________________________________________________________________ زه د انسانانو ترمنځ د مشترکاتو د لټون لپاره د هڅو په ضرورت باور لرم. مسلمان راته ورور ښکاری خو غیر مسلم سره د انسانیت او ګډو ګټو پربنسټ تعامل او معامله د ژوند اړتیا ګڼم. د انسانی مرستو په اغیزمنتوب او ارزښت باندې هم پوهیږم، خو هغه مهال په پردیو باندی حساب نکوم چې خبره زمونږ د خپل کور جوړولو ته راورسیږی. هر څوک خپل کور جوړوی او هر شخص د خپل کور او هیواد د جوړولو دنده پرغاړه لری.د اوږدو جګړو، مهاجرتونو، د فرصتونو او د ملی مشرتابه نشتون، د چارواکو فساد، د هیواد په سرچینو ناتار او د مرستو په نوم د غربی نړئ له سپکاوی ډک چلن زمونږ ولس په خپل ځان خپل حکومت او خپلو مشرانو باندی د اړتیا په مهال د حساب کولو پرځاى پردیو خیراتونو ته په سترګې نیولو معتاد وګرزول. بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید








