شک نشته چې امریکا لا هم د خپل هژموني اړخ او د خپلو امکاناتو له مخې د نړئ تر هر ګوټ پورې رسيداى شي، بدلون ته لاره هوارولاى شي، کمزوري او لړزانده نظامونه نسکورولاى او په ځینو هېوادونو کې خو په يوه تليفون کولو باندي هم بدلون راوستلاى شي. موږ يې منو او که يې نه منو خو په اقتصادي برخه کې د امریکا او په لويديځ پورې تړلو مالي بنسټونو په مرستو باندې متکي ډيرو هيوادونو برخلیک اوس هم متأسفانه په واشينګټن کې ټاکل کېږي.امریکا له مختلفو ګواښونو، بالفعل او بالقوه رقابتونو سره سره تراوسه پورې خپل هژمونيکي اړخ چې اقتصادي برتري يې په سر کې راځي خوندي ساتلى دى. د پراخو مالي امکاناتو، مودرنو وسلو جوړولو ظرفیت، پرمختللي معلوماتي تيکنالوژي، پيچلو استخباراتي جالونو سره سره ددغه هېواد حاکمان لکه زموږ په شان احساساتي چلن نکوي. بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید








