په عام ډول ډيرى انسانان له واک او ورته سپارل شويو اختیاراتو څخه شخصي او سليقوي ګټه پورته کوي. زموږ په هېواد کې په تيرو دوو لسیزو کې د واک لېونۍ مينه او فساد يې څرګندې بيلګي دي، خو د عقيدوي تړون له امله هغو اشخاصو ته د پړې ګوته ډيره نيول کېږي چې د ديني ارزښتونو د ساتنې تر شعار لاندې واک ته رسېدلي وي او حکومت کوي. نن غواړم د دينپالنې له ادرس څخه د واک ترلاسه کولو، شخصي اړتیاو پوره کولو او يا هم د ځان غوښتنې په محور باندي راڅرخيدونکې انساني غريزه باندي تمرکز وکړم.د حيرانتيا خبره نه ده چې د روحانيت د مقام له ادرس څخه ځينې خلک د خپل شخصي ژوند د سطحې لوړولو، واک ترلاسه کولو، خپل نفس څوربولو، په نورو باندې د تسلط قائمولو او يا هم واک پياوړي کولو په موخه کله کله تظاهر کوي او وايي چې د دين د خپرولو، په معنوي ښکلا باندي د ذهنيتونو د سمبالولو او په فکري بنيادونو باندي د ځوان نسل د روزلو دنده ترسره کوي بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید








