زه عبدالله گل نومیږم، په لیکنو کې ریان تخلص کوم. د پلار نوم مې عبدالظاهر دی. دغزني ولايت، د قره باغ ولسوالي په محمد نعيم کلي کې زېږېدلی یم. د تذکرې په اساس مې د پیدایښت کال ۱۳۳۲ هـ .ش دی.په ١٣٤٠ هـ ش کال، د قره باغ ولسوالي اړوند د سلطان ابراهیم لومړنۍ ښوونځي ته شامل شوم او په همدې کال مې پلار وفات شو.په ١٣٤٥ هـ ش کال، د یاد ښوونځي له شپږم ټولګي څخه په لومړۍ درجه فارغ شوم. په۱۳۴۶هـ ش کال د سلطان محمود غزنوي لېسې په اووم ټولګي کې شامل شوم. له همدې لېسې څخه په ١٣٥١ هـ ش کال، په لومړنۍ دوره کې د ټولې لېسې په کچه په لومړۍ درجه فارغ شوم. د زده کړې په دوره کې د لېسې کنفرانسونو عمومي مسئول او د کمونیزم په وړاندې د مبارزې په ډګر کې د لېسې د مبارزو زده کوونکو مشر وم بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید








