که زموږ مشران خيالي غرور پريږدي او له هوايي دلدل څخه راښکته شي، نو پوهيږي چې په ننني عصر کې د نړيوالې ټولنې ترمنځ په هسکه غاړه ژوند کول، سيالي افتخارات او برياوې د ساينس او ټيکنالوژي په برخه کې په برلاسى پورې تړلې دي. جګړې هغه ډرون الوتکې کوي او دښمن هغه روباټونه او راکټونه ماتوي چې مديران يې زرګونه مايله ليرې د يوه کمپيوټر ترشا ناست او کافي څښي. افغانستان په ساينسي او د معلوماتي ټيکنالوژي د نړيوالو پرمختګونو او رقابتونو له ټول بهير څخه د وروسته پاتې هېوادونو په کتار کې راځي. له دوه نيم کاله تېريدو سره سره مو په نيمايي ولس باندي د علم دروازې تړل شوې پاتې دي او په دغه د ولس چيغې قطعاً نه اوريدل کيږي. ملت مو د بيوزلي ژوند تيروي، ځوانان مو د ناهيلي توب له امله په نفسياتي رنځونو اخته کيږي. بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید








