لاندی لیکنه چی د افغانستان د یو نوم وتلی لیکوال اوڅیړونکی ښاغلی نظر محمد مطمئن په قلم ښکل شوی او نواندیشی تربیون ته د خپریدو په موخه رالیږل شوی ده که څه هم د پاکستانی سامراج په هکله یی چی څه لیکلی دی تر ډیره ځایه د افغانستان د مظلوم اولس فریاد بللی شی خو ددی تر څنګ د پاکستان لخوا چی د ۲۰۲۱ کال د آګست پر ۱۵ مه د طالبانو په نوم پر افغانستان کومه ډله واک ته ورسول شوه د هغوی کړه ، وړه او له افغان اولس سره د خونړی چلند دهر افغان بچی او افغانی پیغلی له یاده نه شی وتلای . دا به زیاته مهمه نه وه چی ولی پر افغانستان یوه ډله چی ځانونه طالبان بولی د پاکستان د معزول صدراعظم عمران خان په مشرې د افغانستان د اسلامی امارت په نوم واک ته ورسول شوه دا ځکه چی په تیرو پنځو لسیزو په تیره بیا دامریکا او متحدینو په واکمنی کی افغان اولس په نرم افزاری توګه بی وسلې شوی او تحقیر شوی ؤ او یوازی طالبانو په پاکستان کی د بهرنیو جنګیالیو په مرسته د افغانستان په ځینو لیرو پرتو سیمو کی وسله په لاس ګرځیدل نو ځکه خویی وکولای شول چی په آسانۍ سره د افغانستان پر بی وسلی اولس واک پیدا کړی بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید














