د نواندیشی د تحلیل او نظر میز : ______________________________________________________________________________________________________________________________________________________________ هو! مونږ په تیرو دواړه دوره ولسمشریزو ټاکنو کې د غنی ملاتړ کړئ ده. غنی هغه مهال هم تشې او ستونځې درلودې او اوس یې هم لری. عینی شرائطو او ځمکنیو حقایقو ته په کتو مونږ متاسفانه داسې بدیل نه درلود او لا یې هم نلرو چې له غنی څخه خلاص شوی واى، ورباندی نسبی ولسی اجماع راغلی واى او هم نیمه نیم ښوره قانونی غوښتنې هم پوره شوې واى. په رسنیو، د ټاکنیز کمپاین په رسمی ناستو او ولسی غونډو کې مو هم مکرراً ویلی دی چې مونږ هغه ملت یو چې د ښه او بد ترمنځ د ښه د غوراوی امکانات نلرو، بلکې د بد او بدتر ترمنځ د بد انتخاب ته مجبور یو ترڅو د بدتر د مشرتابه مخه ونیسو. مونږ پښیمانه نه یو. پوهیدو چې بله لاره نلرو. د شخصی درنښت، فکری او ملی ارزښتونو ته د ژمنتیا په تله کې عبدالله عبدالله له غنی څخه په مراتبو بهتر ګڼو، خو له عبدالله عبدالله سره ملو مشرانو د افغانستان لپاره داسې پلانونه، تګلارې او ارادې درلودې چې د غنی په پرتله نه یوازې د فساد او جګړو د پراختیا لامل ګرزیدلی، بلکې د هیواد لوړو ملی ګټو ته یې هم زیان رساوه....په اخر کې د لوى اختر د مبارکو ورځو په مناسبت د طالبانو لخوا درې ورځنی اور بند په نیک شګون نیسو او له رب الجلیل څخه رمونږ په هیواد کې د تلپاتی سولې لپاره لاسونه لپه کوم بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید














