دنواندیشی د خبر او نظر میز : ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ که څه هم تحولات دومره په تیزی سره راغلل چې ولس یې توقع نه درلوده، خو عینی شرائطو او د بین الافغانی مذاکراتو په میز باندې د دواړو اړخونو دریزونو ته په کتو له اوسنی حالت سره زمونږ مخکیدل د وړاندوینې وړ وو. د سوله ایز حل لپاره راټوکیدلې د هیلو غوټۍ مو ګلئ ورژولې. طالبان یو ځل بیا ارګ ته د بین الافغانی هوکړې پر بنسټ نه بلکې د مټو په زور ننوتل. مګر مونږ هیڅ وخت لاس تر زنې نه کینو او د خپلو هیلو ډېوه بله ساتو. هغه د ایرانیانو اصطلاح ګذشته را صلوات! اوس مخکې ګورو چې څه کول اړین دی.بدبختانه لکه شل کاله وړاندې چې طالبان ایستل شوی وو، د پرمختګونو په روانه پیړئ کې هم زمونږ یو بل ولسمشر یو ځل بیا په درنښت، احترام او له بشپړو تشریفاتو سره د رخصتولو پرځاى له ارګ څخه پټ وووت.د ملی مشارکت روحیه درلودلو، قربانی، ارزونو او څیړنو ته اړتیا ده، یکه تازی او د واک انحصار فکر ناکامه تګلاره ده چې پخوانی ټول حکومتونه یې له ستونځو او ناکامی سره مخ کړل بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید














