د عامه ذهنيت پربنسټ په افغانستان کې هغې ډيموکراسي د پلي کېدو وړتیا نه درلوده چې د ترهګرو د لټون او له ترهګرۍ سره د جګړې ترعنوان لاندې راوړل شوه، کورنيو ممثلينو پکې فساد پيل کړ او لويديځوالو د خپلو کلتوري ځانګړتیاو او د خپلو ګټو له شاخصونو سره سمه پلۍ کول غوښتل، له امرانه اړخ او استعماري ځانګړتياو سره مله وه، په خپل هېواد کې د افغانانو د مالکيت حقونو ته د درنښت نه کيده، له ديني او کلتوري شاخصونو سره په ټکر کې وه. بالاخره د ديموکراسي دغه غيرمتجانس، تيت او متلاشي جوړښت د راليږدوونکو امریکايي ځواکونو له وتلو څخه د مخه ونړېده. د کابل حکومت که څه هم پاکو او ارزښتونو ته ژمن افرادو هم پکې شتون درلود، خو عمدتاً د غاصبو جنګسالارانو او غرب پلوه مفسدو عناصرو په ولکه کې وه بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید














