اسلام په اوسني معاصر وخت کې هم د بل هر دين او تمدن په پرتله په خورا ښه توګه د افرادو، ټولنو او تمدنونو ترمنځ د ارزښتونو او باورونو په جوړولو کې کليدي رول لوبولاى شي. ارزښتونه د انسانانو ترمنځ او همدغه شان له حيواناتو او طبيعت سره د انسانانو د چلن اصول یا معیارونه دي چې د يوه متمدن او متوازن ژوند په رامنځته کولو کې مهم ګڼل کیږي. د ډیری خلکو لپاره مذهبي عقیدې د هغوى د ارزښتونو د سیسټم بنسټ جوړوي، د هغوى پریکړو، کړنو، او له نورو انسانانو حيوان او طبيعي مخلوقاتو سره د تعامل لارښوونه کوي.د تاریخ پاڼو ته په کتو زموږ په هېواد کې ډير وخت حاکمانو په خپل ولس کې د زده کړو له ښکته کچې څخه په استفاده د ديني ارزښتونو او معاصرو پرمختګونو له نومونو څخه متأسفانه سياسي ګټه پورته کړي ده او دا سلسله اوس هم دوام لري. بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید














