د نواندیشی د ادب او پوهنی میز :
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په هالنډ کی د زیږیدلی مشهور لیکوال او انسان پیژندونکی هندریک ویلیم وان لون Hendrik willem van Loon د انسان کیسه یا The Story of Mankind ترنامه لاندی اثر چی څو نړیوالی جائزی یی ګټلی دی او په طبیعت او هستی کی یی د یوه لرغونی عاقل څاروی یا « انسان » د ژوندانه کیسه داسی او ټکی په ټکی بیان کړی او کښلی ده چی د اوسنۍ پیړۍ بنیادم زیاتو پوښتنو ته لکه انسان څوګ دی ؟ له کومه او دڅه لپاره راغلی دی په علمی توګه ځواب ورکړی دی . لکه څنګه چی ددغه کتاب دژباړی خپرؤنکی مرکز د یاد کتاب په هکله په لنډه کی سریزه کی یادونه کړی ده د دې کتاب لوستل د د ټول افغان اولس په ځانګړی توګه د پښتون ټبر لپاره ځکه اړین دی، چې نړیواله مفکوره ورکوی او د انسان اړوند له یو بلې او نوې زاویې خبرې لری؛ باید چې موږ داسې اثار ولرو....دنواندیشی تربیون هم د دغه نامتو اثر ژباړونکی او دنواندیشی تربیون همکار افغان لیکوال او ژورنالیست محترم اسدالله فروتن ته د مبارکی ویلو ترڅنګ دلوی خدای له درباره دلا زیاتو بریالیتوبونو غوښتنه کوی همدا شان خپله دنده بولو چی ددغه نامتو اثر په چاپ او خپریدو کی د سولی د مطالعاتی ، څیړنیز خپرندویه مرکز له هڅو څخه هم مننه وکړو بیشتر بخوانید »