گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » باورونه اوپرپریکړو یی اغیزی!
باورونه اوپرپریکړو یی اغیزی!

باورونه اوپرپریکړو یی اغیزی!

که زموږ باورونه داسې پاخه او راڼه شي چې:   ایمان یوازې داخلي یا باطني اعتقاد نه دی او اسلام یوازې ظاهري اقرار نه دی –  بلکې ایمان د هر اړخیز امن او مصونیت خپرولو او پاللو ، ویرو کمولو او په فعاله توګه عمل کولو کې را څرګنده بڼه واخلي او اسلام  د هر اړخیزې سلامتي ، سولې او هوسایني د خپرولو او پاللو جامع مسولیت له ځانه سره لري – بیا مو د ژوند او چارو حالت د نیک بختي په لور بدلیږي. که موږ خپل ایمان او اسلام د ژوند او ټولنیز مسولیت له  عملي غوښتنو  سره منلای او پاللای وای بیا به موږ داسې نه وو لکه چې یو.   را ځو دې خبرې ته چې را ځئ خپل وضعیت و ارزوو : داسې ښکاري چې موږ د ایمان او اسلام له اصلي او مرکزي پیغام او عملي غوښتنو له مسولیت پوهیدنې او د خپل ایمان او اسلام له فردي او ټولنیز مسولیت څخه بیګانه شوي یو. آیا موږ ته د ایمان او اسلام په اړه ناسم او نامکمل مالومات را رسیدلي دي چې له کبله یې د هغو له اصلي مطلب او مقصد څخه لرې ښویدلي یو. هغه ایمان چې امن ، اعتماد ، ورورولي ، اتحاد مصونیت … را منځته نکړي او هغه اسلام چې سلامتي او فلاح را منځته نکړي، ویرې ظلم او نادودې ختمې نکړي ، عدالت او انصاف رامنځته نکړي … زموږ زړونه او مغزونه د حق او باطل، رښتیا او درواغو … د تمیز  ، د عدل او انصاف د قایمولو ، دحقوقو قبول ، د هغو د حمایت او اداء  لپاره رڼا نکړي – دا به څنګه ایمان او اسلام وي؟ راځئ له سره بیا د اسلامي او قرآني متونو او اصطلاحاتو رښتیني معاني ، مفاهیمو  او غوښتنو باندې لږ له سره ځان پوه کړو. د سطحي زده کړو ، د الله تعالی د لارښوونو د اصلي مقاصدو نه پیژندنه، ناسم تعبیرونه او له مقاصدو سره سم نه عمل د ډیرو ناوړه نتایجو را منځته کیدو سبب شوي او لا کیږي. مثلا:  هر کله چې یو شی په سمه توګه کار نکوي او سمې پایلې نلري څه باید وشي؟  هر کله چې  په یوه شي یا موضوع باندې زموږ پوهیدنه او له هغې سره سم عمل سمه او په زړه پورې نتیجه نه ورکوي –  هلته د پوهیدنې یا عمل ستونزه ده   لومړی: د ستونزې په هکله د خپلې نا پوهي یا نا بلدي پیژندنه اړینه ده ، او ورسره د نوموړې برخې ښه روښانتیا ، وضاحت او پیاوړي کول اړین دي .  تیاره او یا له هغو برخو څخه چې غفلت شوی یا ناسم معرفي شوي پیژندنه …  او روښانه کول اړین دي.   دوهم : د عمل او تګلاري داسې پیژندنه او وضاحت چې بریا او فلاح را منځته کړی .   دریم :  د ټولنیز ډیر ناوړه ناسور او هغه نا پوهي چې د نفاق ، ډلبازیو ، فقر او وروسته والي  دوران کې یې ټولنې را بندې کړیدي خلاصون او آزادي را منځته شي. له محتاجي ، ذلت او بدبختیو څخه خلاصون  او عزت را منځته شي.   که د ایمان او اسلام له ټولنیز تړاو او عملي مسولیت څخه سترګې پټې ، یا غفلت وشي ،  د داسې باطني اعتقاد په توګه چې له عملي ژوند سره تړاو ونلري ، عملي هویت یې مړاوی او یا مړ وي- ټولنیز وضعیت ډیر ناوړه حالت غوره کوي ږ لکه څنګه یې چې تاسو په اوس کې منظره ګورئ. برعکس که د ایمان او اسلام ټولنیزو غوښتنو او مسولیت ته پاملرنه وشي هغه متحرک ، ژوندی ، ښکاره فعال او عملي وضعیت را خپل کړي :

ټولنې به د امن ، مصونیت ، سولې ، سلام او فلاح وضعیت ته را وګرزي . په همدا اوس کې د اسلامي ټولنو وضعیت د ایمان او اسلام د ټولنیز تړاو ، رښتینو غوښتنو ، مسولیت ، تحرک او ژوندی بڼې له مخې د ژورې مطالعې وړتیا لري. دا سې پوښتنې کول مهم دي چې:  ولې موږ هر اړخیز امن، سوله ، سلام ، عدالت او انصاف او پرمختګ نلرو او یا برعکس ولې نا امني، ویرې، نفاق، بې عدالتي ، فقر ، ډلبازي ، شخړې ، خصومت ، بې اعتمادي او جګړې زموږ د ژوند سره مل شویدي…؟   ستونزې چیرته دي؟رښتینې حل لارې کومې دي؟ د چا کار دی؟ یا دا به څوک کوي؟ په همدا اوس کې موږ خپله سوله او امن په څه کې او چیرته لټوو ، له چا مرسته غواړو او چا ته یې د امتیاز تمغو غوښتنه کوو؟

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا