زموږ بقا او ذهني سکون حالاتو ته د غبرګون په توګه د هيله منتوب او ناهيلي کيدو ترمینځ انډول ته اړتیا لري. احساسات او ناهيليتوب ژوند بدرنګه کوي؛ د پرمختګونو مخه نیسي او ډیره خوشبیني کولاى شي له بد څخه بدتر حالت رامنځته کړي. ځان دروند ګڼل، خوشحاله چلن، د رامنځته شوي وضعیت مثبت اړخونو ته کتل، په روښانه راتلونکي باندې خوشبینانه باور درلودل د هيله منتوب ځانګړتیاوې دي.له بلې خوا یو تیاره لرلید درلودل، د حالاتو په منفي اړخ باندې تمرکز کول، د ستونځو په اهمیت کې مبالغه ښودل، د کمتري احساس، د وضعیت بدبینانه اړخ راسپړل د ناهيلي کيدو شاخصونه ګڼلاى شو. بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید








