دکتاب لیکوال په سر کی د طالبانو د بهرنیو چارو د دسرپرست وزیر امیر خان متقی په هکله وویل چی امیرخان متقی د پاکستان د پخوانی پوځی مشر جنرال باجوه سره ډیری زیاتی لیدنی کړی دی نورو وزیرانو به هم ورسره په منظمه توګه کتل دا ملاقاتونه په لومړیو ورځو کی ډیر زیات ؤ چی آن دطالبانو زیاتره وزیران به په ځانګړو چارتر الوتکو یا کرایه کړای شویو الوتکو کی به دځینو مهمو پریکړو لپاره پاکستان ته بیول کیدل په دوی که ملا هیبت الله ته دپاکستان لاس رسۍ نه کیده امیر خان متقی او په دوحه کی ناستو طالبانو ته لاس رسۍ ډیر آسان کار ؤ او دلویو فیصلو لپاره به یی دوی راوستل !د طالبانو سره دهند داړیکو په هکله ماته ویل شوی ؤ چی هند لومړی د حقانیانو سره رابطه لرله هغوی دسراج الدین حقانی سره لومړی تماس ونیو لو خو له هغه سره یی خبری ونه شوی بیا هغوی د انس حقانی سره تماس نیولی ؤ ملا امیر خان متقی غوښتل چی له هند سره اړیکی ونیسی خو داخبره یی چی پاکستانی چارواکو ته ورسوله نو جنرال باجوه یی ملګرتیا وکړه هغه طالبانو ته وویل چی پاکستان د طالبانو په رسمیت پیژندنه او پیسی غواړی که هند پخوا په افغانستان کی پیسی او پانګی آچولی نو که بیا داسی کوی نو سم کار دی . بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید








