تقريباً پنځه لسيزې مخکې د خپلو او پرديو لخوا په موږ باندي د تپل شويو مصيبتونو له امله ډيرى افغانان له هېواد څخه کډه شوي او عمدتاً په پاکستان کې مېشت دي. ددغه هېواد بيوروکراسي، سياسي او مذهبي ګوندونو او امنيتي ادارو په ګډه د کډوالي له لمړۍ ورځي څخه تر نن پورې د افغانانو له شتون څخه سياسي اقتصادي او امنیتي ګټې پورته کړي، خو اوس داسې ښکاري چې دغه کډوال هغوى ته نور د لنګې غوا ظرفیت نلري چې شيدې ورکړي، بلکې خولې ته يې تياره پخه ډوډۍ ګڼل کېږي. کله چې يې ستراتیژيک عمق ايجابوله، نو ورڅخه يې ښه ډيره ګټه پورته کړه او همدغه کډوال بيچاره ګان يې په مختلفو عنوانونو او نومونو په مختلفو مارکيټونو کې د سوداګريزو ابزارو په توګه وکارول. په دغه شان هېوادونو کې د ميشتو کډوالو لپاره تر هر څه وړاندې باید له کوربه هیواد څخه د وتلو اراده، اندېښنه او هوډ شتون درلوداى خو متأسفانه زموږ ډيرى هيوادوال په درانه خوب ويده مخلوق وو. بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید








