نظامونه، حکومتونه بنسټونه او بلډينګونه نړول زموږ بېسارى هنر او ځانګړتيا ده، دغه ويجاړوونکې کړنې خپل شهامت او شجاعت ګڼو. دغه کار يوازې له يوې په اصطلاح سپيڅلې سرچينې څخه د جګړې اعلان او له يوه پردي ادرس څخه مادي ملاتړ ته اړتیا لري. که کله هم له حاکم نظام سره دښمني ته ملاتړو نو ملي تأسيسات او د ملکي ادارو غيرمحاربوي پرسونل هم د دښمن په کتګوري کې راوړو. البته واک ته له رسيدو وروسته پوهيږو چې د رغولو او ودانولو کارونه څومره ستونځې لري، څومره مالي سرچينې، څومره حوصله، څومره وخت او څومره ظرفیتونو ته اړتیا لري. د تير نظام د نسکورولو دوه نيم کاله وشو، خو موږ لاهم نظام په فرمانونو او د چارواکو په شخصي سليقو باندې چليږي. بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید








