


الله د آسمانونو او ځمکې نور دی. د هغه د نور مَثَل [= د پوهې وړ پرتله]، لکه د هاغې تاخچې [څراغ ځای (ډیوټ)] په څېر دی، چې په هغې کې یو څراغ دی. هغه څراغ په یو کرسټالي حباب [ښيښه] کې دی. او هغه حباب لکه د ځلېدونکي ستوري په څیر د هاغې زیتون د مبارکې ونې [له تیلو] څخه روښانه کيږي، چې نه ختيځ والا ده او نه لوېديځ والا.(۳۲) نژدې ده چې د هغه تېل، چې لا اور هم ورته نه وي رسېدلی، [له خپله ځانه د زښت ډیر صفاوالي او سپېڅلتوب له امله] وځلېږي [= بل شي]. یو نور دی د نور له پاسه [= له هدایته د پوړونو لړۍ].(۳۳) الله هغه چا ته چې وغواړي [= وړ يې وګڼي] د خپل نور په توسه يې هدایت کوي او الله خلکو ته مَثَلونه وهي او الله پر ټولو څیزونو ډېر ښه پوه دی.
۳۲ – دغه مَثَل، د الهي هدایت د پوهې او فهم لپاره، یوه استعاره [Metaphor] او یو موډل دی. مشکات، د څراغ ايښودځای دی؛ چې په پخوانیو وختونو کې به يې څراغ، په یو سوري کي، چې شفافه ښیښه اي دړه يې درلوده، ځای پر ځای کاوه. چې د ساتنتوکي په څېر به يې، په پلنو دیوالونو کې شتون درلود. تر څو څراغ [له خطر یا اور لګېدو څخه] محفوظ پاته شي.وسمهال څراغونه، په بل ډول محفوظ ساتي. د امام صادق(رح) په تعبیر، مشکات د مؤمن سینه، او مصباح[څراغ] د مؤمن قلب [زړه] دی. قرآن هم سینه، د زړه ځایګی ګڼلی دی. «…تَعْمَى الْقُلُوبُ الَّتِي فِي الصُّدُورِ» ـ [حج ۴۶ (۲۲:۴۶)]. «…هاغه زړونه چې پـه سینو کـې دي، ړنـدېږي». د څـراغ پلـته [فتیله] لـه بـاد څـخه د ساتلـو لپاره، او د وړانګو د سموالي او پرله پسې توب لپاره، چې په یو ښیښه ای یا بلورین حباب [پوکاڼه] کې ايښوول کيږي. [الْمِصْبَاحُ فِي زُجَاجَةٍ]. د آدمي قلب هم چې، د هغه د لارې څراغ ګڼل کيږي، ښايي د شیطان له شر څخه په یو محافظ حريم او حباب کې، ځای پر ځای شي، چې «نور» يي خاموش نـه شي. دغه زجاجه [بلورین حباب]، چې د څراغ فتیله [پلته] يي، له شا او خوا پوښلې، چې د هغه نور، لکه د ځلېدونکي لمر په څیر، هر لور ته خپروي. له دې تر مخه، چې بريښنا نه وه اختراع شوې، څراغونه پلته اي او له لوګي ډک ول. او د زیتون تيل، تر ټولو خالص، صاف او بې لوګي سونګ ګڼل کېده. د آدمي قلب هم، که د محبوب له محبت او هدایت څخه، تومنه واخلي، نورانیت، وینا او چلن يي، د بندګانو لپاره، خالص او مطلق خیر ګرځي. مګر داسې نه ده، چې قرآن پخپله «نور» وو، چې الله د روح الامین په توسه، د پیغمبر پر قلب القاء کړ [شعراء۱۹۴(۲۶:۱۹۴) او بقره۹۷(۲:۹۷)]. او د رسول الله په توسه نورو ته ولېږدېد [وَكَذَلِكَ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ رُوحًا مِنْ أَمْرِنَا … جَعَلْنَاهُ نُورًا نَهْدِي بِهِ مَنْ نَشَاءُ – د شوریٰ سورة ۵۲(۴۲:۵۲)] دا هماغه توحیدي نور دی، چې د شرک په لوګي ککړ شوی نه دی.د «شجره» [د شبکې او سیستم «Network » سمبول] او «زیتون» [د خلوص، سپېڅلتيا او رڼا سمبول] وییونه، هم په قرآنکريم کې، په خپلو مجازي معناو کې، څو ځلې کارول شوي دي. خو د هغه نه ختيځوالی، او نه لويدیځوالی، ښايي د لمر لوېدلو او لمر ختلو، مهالني نفې او د جغرافیايي لورو، مکاني نفې کول وي[والله اعلم].۳۳ – مخکېني او پخواني څراغونه، به په تېلو روښانه کيدل. او ننني او اوسني څراغونه، د برېښنا په ځواک. تېل اورلګيت ته اړتیا لري، او برېښنا باندیني محرکه ځواک ته اړ ده. خو د الهي څراغ سونګ، ذاتي او زېږدوونکی دی «… وَلَوْ لَمْ تَمْسَسْهُ نَارٌ نُورٌ عَلَى نُورٍ…» [نور۳۵(۲۴:۳۵)]. دا البته یو مَثَل دی، چې الله تعالی يي د خپل هدایت له نوره، زمونږ د پوهې لپاره څرګندوي. د نور مبارک سورة ته، د همدې آیة له امله، «سورةٌ نور» وايي؛ او داچې د «نور» آیة، په دې سورة کې راغلی دی، نو ځکه د هغه نوم «د نور سورة» دی. دا آیة کریمه د تفسیر له لیده، د قرآن مجید له ستونزمنو آیتونه څخه ګڼل کېږي. په ځانګړې توګه، قرآن کریم د همدې آیة په پای کې، یوه جمله ذکر کوي؛ چې ډېره زیاته، د تـدبر او پاملرنې وړ ده. او هر څوک د خپلې وړتیا او ظرفیت په کچه، يو څه لـه دې آیة کریمه څخه پوهېږي. چون د آیة په پای کې، د مـثَل لـه ذکـر وروسـته فـرمايي: «وَيَضْـرِبُ اللَّهُ الْأَمْثَالَ لِلنَّاسِ» خدای تعالی د خلکو لپاره، مثالونه ذکر کوي. په ځېنو نورو آیتونو کې فرمايي: «خدای تعالی، د خلکو لپاره، مثالونه ذکر کوي. خو ددې مثالونو، عمق او ژورتیا ته نه رسېږي، مګر عالمان او پوهان». دا څرګندوي چې د قرآن مثالونه، یو لړ ژورتیاوې لري. چې هر څوک ادعا نه شي کولی، چې د هغه ژورتیاو ته به، رسېدلی وي.
«اللَّهُ نُورُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ» الله د آسمانونو او ځمکې نور دی. باید پاملرنه ولرو، چې آسمانونه او ځمکه، چې دلته په قرآن کې ذکر کېږي. نه دا چې، د مخلوقاتو د عالم یوه برخه ده، بلکې د ټولو مخلوقاتو په عنوان، او بلکې دا ټول عِلوی او سِفلي، او غیب او شهادت، مخلوقات دي. د آیة معنا دا کېږي؛ چې خدای تعالی د ټول جهان «نور» دی، نو ځکه ددې آیة په پیل کې، خدای تعالی ته د «نور» کلیمه اطلاق شوې ده. هاغه څه چې بشر له پیله، د «نور» له کلېمې پوهېږي، همدا محسوس «نورونه» دي. چې لا تر اوسه هم، حقیقت يې، سل په سلو کې، د فیزیک پوهانو له نظره کشف شوی نه دی. خو دا یو جوت حقیقت دی، چې په مادې جهان کې، یو څیز د «نور» په نامه شتون لري. که څه هم له علمي لیده، پېژندنه يې ستونزمنه وي. ځېنې له اجسامو نیّر دي، او «نور» خپروي. لکه لمر، ډېری له ستورو، او هاغه څراغونه او لامپونه، چې موږ يې پخپلو کورونو او چاپیریال کې لرو. که دا «نورونه» نه وای، جهان به سراسر تیاره وای. او په اصطلاح، «سترګه به په سترګې نه ښکارېدی»، خو دا «نور» چې شتون لري فضا روښانه ده. چې دې نور ته، حسي او مادي نور وايي. خو هاغه څه چې جوت دي، دا دي؛ چې له دې څخه مقصد، چې «خدای د ځمکې او آسمانونو )نور( دی»، دا فزیکي «نور» نه دی. ځکه چې دا «نور» خو، د خدای تعالی، له مخلوقاتو څخه دی. د انعام سورة په پیل کې لولو: «الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَجَعَلَ الظُّلُمَاتِ وَالنُّورَ…» [انعام۱(۶:۱)]. حمد او ستاینه ده، د آسمانونو او ځمکې پنځګر او د «نور» او «تیاره» ګمارونکي ته… نو خدای تعالی د دغه «نور» خالق او پنځوونکی دی [نه پخپله دا «نور»!]. دا داسې یو مطلب دی، چې د قرآن له لیده، پکې زیات د بحث ځای نشته. چون نه یوازې دا چې دا «نور»، د خدای مخلوق دی، بلکې قرآن تل د دغه «نور» د سرچینو، یعنې لمر او ستورو، په اړه بحث کوي. چې دوی پخپله، د الهي اقدس ذات، مخلوقات دي. دا «نور» هغه دی، چې موږ يې په سترګو وینو، [په داسې حال کې چې] قرآن د خدای تعالی په اړه وايي: «لَا تُدْرِكُهُ الْأَبْصَارُ وَهُوَ يُدْرِكُ الْأَبْصَارَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ» [انعام۱۰۳(۶:۱۰۳)] خدای تعالی په سترګو نه لېدل کېږي، خو خدای تعالی هر څه ویني، او خدای تعالی، ډېر زیات لطیف خبردار، او کک وینی دی. که یو څوک خدای تعالی ـ [العیاذ بالله] ـ یو موجود، د «نور» له جنسه وګڼي. په جوته توګه، په توحید کې يې، خلل دی. او دا ځکه یې، په توحید کې، خلل دی؛ چې خدای تعالی يې، جسم او د اِبصار او لېدلو وړ، فرض کړی دی، او د داسې وګړي توحید، ضعیف او ناقص دی. خو د «نور» د کلیمې مصداق، یوازې [حسي نور] ته، ځانګړی نه دی. د «نور» لفظ، د هر هاغه څیز لپاره، چې روښانه او روښانه کوونکی وي، وضع شوی دی. یعنې هر هغه څیز چې، ښکاره او ښکاره کوونکی وي. موږ [حسي نور] ته، له دې جهته «نور» وایو، چې پخپله زموږ سترګو ته ښکاري، او هم ښکاره کوونکی وي. نو هر یو څیز چې ښکاره وي، او هم ښکاره کوونکی وي، کولی شو، هغه ته «نور» ووایو. ـ که څه هم دا حسي او جسم [مادي] نه وي. مثلاً موږ د علم په اړه وایو، «علم نور دی». او دا ځکه چې، علم روښانه او روښانه کوونکی دی. علم پخپله، پخپل ذات کې، رڼايي ده، او انسان ته جهان رڼا کوي. خو دا جوته ده، چې د [علم نور] د برېښنا د «نور»، او د لمر د «نور» له نوعه، او له دا راز نورو «نورونو» په څېر نه دی. خو په عین حال کې، موږ علم ته «نور» وایو. عقل ته هم «نور» وایو، عقل پخپله یو «نور» دی. قرآن کریم ایمان ته هم، د «نور» اطلاق کړی دی: «أَوَمَنْ كَانَ مَيْتًا فَأَحْيَيْنَاهُ وَجَعَلْنَا لَهُ نُورًا يَمْشِي بِهِ فِي النَّاسِ كَمَنْ مَثَلُهُ فِي الظُّلُمَاتِ لَيْسَ بِخَارِجٍ مِنْهَا …» [انعام۱۲۲(۶:۱۲۲)] آیا هغه چې مړ وو او موږ ژوندی کړ، او هغه ته مو یو «نور» وګوماره، چې له هاغه «نور» سره، د خلکو په منځ کې چلن وکړي. ګواکې د هاغه چا په څېر دی، [د مثال په مقام کې] چې په تیارو کې دی، او له هغه څخه د وتو لار نه لري؟ هغه «نور» همدا [د ایمان نور] او د زړه رڼا ده، خو ایمان چې اصلاً د راز، راز څراغونو یا د برېښنا څراغ، او یا د لمر «نور»، او ددې په څېر نورو «نورونو» څخه نه دی. ایمان پخپله یو غیرجسماني حقیقت دی، چې خاصیت يې روښانه کول دي، چون د انسان باطن ته یو ډول آګاهي ورکوي، انسان ته موخه، هدف او مقصد څرګندوي. ایمان، چون انسان ته مقصد ورکوي، او انسان د سعادت بښونکي او نېکمرغه مقصد لور ته کښوي، هغه ته هم «نور» وایو. عارفان هم عشق ته «نور» وايي. مولوي وايي:
کله چې موږ «نور» په دې معنا واخېست، یعنې څرګند او څرګندوونکی حقیقت، روښانه او روښانه کوونکی حقیقت، او له دې زیات مو پکې سربېره څه ورځای نکړل؛ چې د سترګو لپاره یا د عقل لپاره، یا د زړه لپاره څرګند دی. او له دې اړخ سره يې، کوم کار ونلرو، چې څه ډول څرګند، او څرګندوونکی دی. په دې معنا سم دی، چې موږ خدای تعالی هم «نور» وګڼو. «خدای نور دی» یعنې یو حقیقت دی، پخپل ذات کې څرګند، او څرګندوونکی دی. لکه څنګه چې پورته مو ورته نغوته وکړه؛ پخپله قرآن مجید، ځېنو چارو ته د «نور» اطلاق کړی دی. چې له هغې جملې يې پخپله قرآن ته، د «نور» اطلاق کړی دی. چې قرآن د خدای «نور» دی؛ یعنې یو «نور» دی، چې د خدای مخلوق دی: «…قَدْ جَاءَكُمْ مِنَ اللَّهِ نُورٌ وَكِتَابٌ مُبِينٌ. يَهْدِي بِهِ اللَّهُ مَنِ اتَّبَعَ رِضْوَانَهُ سُبُلَ السَّلَامِ وَيُخْرِجُهُمْ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِهِ وَيَهْدِيهِمْ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ» [مائده۱۵(۵:۱۵) او ۱۶]. «… بېشکه د خدای له لورې «نور» [هدایت] او روښانګر کتاب [یو قانون] تاسو لپاره راغلی دی. [دا قرآن چې] الله ددې په توسه هاغه کسان چې د هغه په رضا [او خوښۍ] پسې دي [له بې لاریتوب او د شیطان له شره] د سلامتۍ لارو ته هدایت کوي او هغوی په خپل اذن [= مقدر او اندازه شوي نظامونه يې] [د جهل او شرک] له تیارو [د آګاهۍ او توحيدي ایمان] «نور» ته راوباسي، او سمې لارې ته د هغوی هدایت کوي. قرآن «نور» دی، او د «نور» پر لور، چې د خدای تعالی معرفت دی، هدایت کوي. نو «د الله معرفة» «نور» دی. نو په دې آیة کې، دا چې وايي؛ [خدای تعالی یو «نور» دی] مقصد يې د «نور» په واقعي مفهوم کې نه، بلکې د «نور» په حقیقي مفهوم کې دی. نو ځواب، څرګند دی. که څوک وپوښتي: آیا خدای تعالی واقعاً نور دی؟، د «نور» له جنسه دی، یا دا چې، دا په مجازي بڼه یو تمثیل دی. «نور» د ظلمت، په مقابل کې دی. نو دویمه جمله یو مَثَل دی، د خدای تعالی د «نور» لپاره، نه پخپله د خدای تعالی لپاره، «مَثَلُ نُورِهِ».لومړی فرمايي: «اللَّهُ نُورُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ»، خدای تعالی پخپله د آسمانونو او ځمکې «نور» دی، خو خدای تعالی په خپلو مخلوقاتو کې، د هغوی د هدایت لپاره «نورونه» لېږلي دي. لکه چې وايي: قرآن «نور» دی، وايي؛ موږ یو «نور» ستا پر قلب [زړه] وځلوه. په واقعیت کې وايي: چې خدای تعالی، د آسمانونو او ځمکې، هدایت کوونکی دی. چون «نور» لاره روښانه کوي. په ځلونو په قرآن کې تکرار شوی؛ خدای تعالی چې هر څیز خلق کړی، هدایت يې ورته کړی. «… رَبُّنَا الَّذِي أَعْطَى كُلَّ شَيْءٍ خَلْقَهُ ثُمَّ هَدَى» [طه۵۰(۲۰:۵۰)] «… زموږ رب هغه ذات دى، چې هر څيز ته يې، د هغه (موافق) بڼه وركړې ده، بیا يې [ورته] لار ښوولې ده [هدایت يې ورته کړی]…». په دې جمله کې، دوو برهانونو ته اشاره شوې ده: یو د نظم برهان دی، چې خدای تعالی هر مخلوق ته، هاغه څه چې د هغه د مخلوق لپاره، شوني وه، او وړتیا يې درلوده ورکړل. یعنې موجوده نظام. [او بل برهان د هدایت د اصل له لارې.] «ثُمَّ هَدَى» ورپسې يې هدایت ورته وکړ. دا بل مطلب دی. یعنې وروسته يې هم هر موجود، د هغه د خپل راتلونکي، هدف، موخې او کمال په نسبت روښانه کړ، او لارښوونه يې ورته وکړه. د «سَبِّحِ اسْمَ رَبِّكَ الْأَعْلَى» په سورة کې هم لولو: «الَّذِي خَلَقَ فَسَوَّى. وَالَّذِي قَدَّرَ فَهَدَى» [اعلی۲(۸۷:۲) او۳]. او ښايي دا تعبیر د فخر رازي وي چې: د لومړي ځل لپاره، قرآن دا نکته خلکو ته بیان کړه؛ چې د مخلوقاتو نظام، د حق پر وجود یو شاهد دی. او د موجوداتو د هدایت اصل، د حق پر وجود بل شاهد دی. جهان له دې جهته، چې یو ماشین دی، یو حساب لري. [او جهان له دې امله، چې هدایت کېږي، بل حساب لري]. یا په بل عبارت، د مخلوقاتو نظام، یو اصل دی. [او دا چې؛ یو نا پېژاندی «غریزه ډولی» مرموز ځواک، هر موجود مخکې لور ته کښوي، بل اصل دی]. اوس باید پر دې موضوع پوه شو چې؛ د موجوداتو هدایت، او دا چې خدای تعالی؛ هر یو موجود، له مقصدونو څخه، یو مقصد ته هدایت کړی، څه ډول دی؟ دا هم کټ مټ، د معرفت د موضوع، په څېر دی؛ یعنې هر موجود، لومړی د خدای لور ته، هدایت کېږي، وروسته بیا د کوم بل مقصد پر لور؛ یعنې خدای تعالی «غایة الغایات» دی. او هر یو مقصد، خپل مقصدوالی له خدایه لري، او پرته له دې به، هيڅ مقصد، مفهوم او شتون ونلري.دا چې خدای تعالی، د آسمانونو او ځمکې «نور» دی، او هر څيز خپل نورانیت لـه خدایه لري. هماغه مطلب دی، چې هر څیز خدای تعالی ته په اړوندتیا او تړاو کې، پېژندل کېږي، خو خدای تعالی خپل ذات ته. هر څيز خدای تعالی ته، ظاهر دی، او خدای تعالی خپل ذات ته ظاهر دی؛ او هر څیز د خدای تعالی په توسه «مهتدی الیه» دی. یعنې څیزونه د هاغه څیز پر لور لارموندي کېږي، او هاغه څیز مقصد واقع کېږي. پرته له خدایه، چې خپل ذات ته مقصد، او د ټولو کایناتو او موجوداتو مقصود دی. او همدا لامل دی چې قرآن، ټول موجودات او ټولې ذرې، د یو ډول حیات او ژونـد او شعور لرونکي ګڼي، چې دا د کایناتو د غړو غریزي هدایت دی. یعنې د جهان ټول موجودات پوهېږي، چې څه وکړي. نو خدای تعالی، د هستۍ د عالم «نور» دی، یعنې هر څیز ته يې هدایت کړی دی. د جهان ټول اجزاء، په خپله دنده ښه پوهېږي، چې څه باید وکړي. اوس غواړي موږ ته دلته وښايي، چې دا هدایت څه ډول دی، او په کومه طریقه بڼه نیسي؟ یعنې دلته د خدای د «نور» بحث دی، چې موخه او مقصد يې هدایت دی؛ «مَثَلُ نُورِهِ» غواړې چې موږ پوه شو، دا نور څه ډول دی؟ زموږ د پوهېدو لپاره، غواړي یو موډل، وړاندې کړي. د خدای تعالی د «نور» مثال؛ دلته د «نور» لپاره، په یو له ډېرو پخوانیو وسیلو او توکو، یو مثال وهي. خدای تعالی یو ستر او لوړ پوړی کور، یا کورونه او معبدونه، د نندارې وړ او څرګندې ودانۍ، مثال راوړي؛ چې هلته یو «مشکاة» دی. [مشکات یعنې ډیوټ یا څراغځای]. وايي: دا «نور» لکه د [مشکاة] په څېر دی. «كَمِشْكَاةٍ»؛ د [مشکات] په څېر دی. په پخوانیو کورونو کې، چې خټین دیوالونه به يې درلودل، په دیوال کې به يې یوه تاخچه کنله، چې څراغونه به يې پکې ایښوول. په هغه مهال کې، د برېښنا څراغونه خو نه ول، یا به ډیوه وه، یا د تېلو نور څراغونه به ول، او څراغونه به يې په دې تاخچو کې ایښوول، چې د کور د اور لګېدو څخه به يې، مخنیوی کاوه، او د ماشومانو له لاسرسي به هم، خوندي ول. معمولاً د څراغ مخې ته به يې یوه ښیښه وه، او شا به يې هم همداسې پرانیستې وه، چې ښيښه به يې درلوده، ددې لپاره چې څراغ وکولی شي، هغه بلې کوټې ته هم نور ورکړي. ځکه د څراغونو شمېر خو به، دومره زیات نه وو، او په دې طریقه به يې شوني کوله، چې وکولی شي، انګړ او دهلېز ته هم نور ورکړي. او همدې دوه طرفه تاخچې ډوله، سوري ته به يې، مشکاة ویل. چې لکه د فانوس په څېر وو. ومو ویل مشکاة یعنې؛ د څراغځای او یا ډیوټ په معنا دی، د خدای نور «كَمِشْكَاةٍ» یعنې د څراغځای په څېر دی. «فِيهَا مِصْبَاحٌ» په دې تاخچه یا مشکاة کې، یا په دې څراغځای کې، یو «مِصْبَاحٌ» دی. «مِصْبَاحٌ» یعنې څراغ، پلته يي څراغ. «الْمِصْبَاحُ فِي زُجَاجَةٍ» دا پلته يي څراغ په یوه «زُجَاجَةٍ»، یا حباب یا کوبۍ وزمه ښیښه کې دی. که یو اورلګیت ولګوئ، باد يې سمدلاسه مړ کوي، یا لمبه يې اخوا دېخوا وړي، او بیا بد سوځېږي. ددې لپاره چې یو نواخت وي، نو ددې نقص د رفع کولو لپاره، قاعدتاً د حباب یا کوبۍ په څېر ښیښه ورته ږدي. چې دا حباب وزمه ښيښه، د پلتې لمبه، ټیکاو او یونواخت کوي، او د باد مخه نیسي. او دا ددې سم سوون لپاره، یو ډول محافظ او ساتونکی دی. د امام صادق(رح) په تعبیر، مشکات د مؤمن سینه، او مصباح[څراغ] د مؤمن قلب [زړه] دی. قرآن هم سینه د زړه ځایګی ګڼلی دی «…تَعْمَى الْقُلُوبُ الَّتِي فِي الصُّدُورِ» [حج ۴۶ (۲۲:۴۶)]. د مصباح یا د مؤمن د قلب ګردچاپېره حباب، یا د ښیښې کوبۍ، هغه حریم او کوټ دی، چې خدای تعالی ورته، قایل شوی دی، چې د مؤمن قلب، د شیطان له لاسرسۍ، خوندي وي. دغه مَثَل، د الهي هدایت، د پوهې او فهم لپاره، یوه استعاره [Metaphor] او یو موډل دی. نو لکه څنګه چې ومو ویل؛ مشکاة، د څراغ ايښودځای دی؛ چې په پخوانیو وختونو کې به يې، څراغ، په یو سوري کي، چې شفافه ښیښه اي دړه يې درلوده، ځای پر ځای کاوه. چې د ساتنتوکي په څېر به يې، په پلنو دیوالونو کې شتون درلود. تر څو څراغ [له خطر یا اور لګېدو څخه] محفوظ پاته شي. وسمهال څراغونه، په بل ډول محفوظ ساتي. له باد څخه د څراغ دپلتې [فتیلې] د ساتلو په پار، او د هغې د وړانګو سموالي، او پرله پسې توب لپاره، په ښیښه ای یا بلورین حباب [پوکاڼه] کې يې ايښوول، ښه او محفوظه طریقه وه. [الْمِصْبَاحُ فِي زُجَاجَةٍ]. د آدمي قلب هم چې، د هغه د لارې څراغ ګڼل کيږي، ښايي د شیطان له شر څخه، په یو محافظ حريم او حباب کې، ځای پر ځای شي. ددې لپاره، چې نور يي، خاموش نه شي. دغه زجاجه [بلورین حباب] چې د څراغ فتیله [پلته] يي، له شا او خوا پوښلې، چې د هغه نور، لکه د ځلېدونکي لمر په څیر، هر لور ته خپروي. «الْمِصْبَاحُ فِي زُجَاجَةٍ» دا څراغ په زجاجه کې، یعنې په یو ډول حباب، یا بلور یا پوکاڼۍ وزمه ښیښه کې دی، ددې لپاره چې رڼا يې ډېره ښه ځلا وکړي. «الزُّجَاجَةُ كَأَنَّهَا كَوْكَبٌ» دا بلور چې د څراغ ګردچاپېره دی، نو څراغ لکه د لمر په څېر هرې خوا ته ځلېږي، او که داسې نه وي، نور او ځلا به يې ټوله یوي نقطې ته، برابره شي، او چاپیریال او هر لوری به، نه رڼا کوي. که د موټر د څراغ ښیښه مو ماته وي، «نور» يې په يوه نقطه کې، مخامخ یو لور ته لګېږي. خو که ښیښه سمه وي، «نور» هرې لور ته په مساوي، توګه خپرېږي.«الزُّجَاجَةُ كَأَنَّهَا كَوْكَبٌ دُرِّيٌّ» دا څراغ، لکه د یو ځلېدونکي ستوري، په څېر برېښي. دا له کوم ځایه سوځېږي؟ زموږ اوسني څراغونه خو برقي دي، مخکې خو برق او برېښنا نه وه، په هغه وخت کې څراغونه، معمولاً پلته يي ول، چې تېل پکې سوځېدل. پلته يي څراغونه خو لوګی کوي. خو بهترین سوون توکي يې، معمولاً زیتون دي، چې تر ټولو خالص دي. نو دا جوته ده، چې بهترین ډول، د سوون لپاره، د زیتون تېل دي، چې دا هم یو تمثیل دی. چې د مثال په توګه يې، زموږ د پوهې لپاره، موږ ته وايي. له دې تر مخه، چې بريښنا نه وه اختراع شوې، څراغونه چون پلته اي ول، او له لوګي به ډک ول. خو د زیتون تيل د سوون توکو په منځ کې تر ټولو خالص، صاف او بې لوګي سونګ ګڼل کېدل. د آدمي قلب هم، که د محبوب له محبت او هدایت څخه، تومنه واخلي، نورانیت، وینا او چلن يي د بندګانو لپاره خالص، او مطلق خیر ګرځي. مګر آیا داسې نه دی، چې قرآن پخپله «نور» وو، چې الله د روح الامین په توسه، د پیغمبر پر قلب القاء کړ: «عَلَى قَلْبِكَ لِتَكُونَ مِنَ الْمُنْذِرِينَ» [شعراء۱۹۴ (۲۶:۱۹۴)] «ستا پر قلب [زړه] ، چې ته له ډار [انذار] ورکوونکو څخه اوسې». او «قُلْ مَنْ كَانَ عَدُوًّا لِجِبْرِيلَ فَإِنَّهُ نَزَّلَهُ عَلَى قَلْبِكَ بِإِذْنِ اللَّهِ…» [بقره۹۷(۲:۹۷)] «ووایه: هر څوک چې د جبرائيل دښمن دی، نو [پوه دې شي] هغه دا [قرآن] د الله په اذن، ستا پر قلب [زړه] نازل کړی دی…». او د حضرت رسول الله په توسه نورو ته ولېږدېد. «وَكَذَلِكَ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ رُوحًا مِنْ أَمْرِنَا…جَعَلْنَاهُ نُورًا نَهْدِي بِهِ مَنْ نَشَاءُ…» [شوریٰ ۵۲(۴۲:۵۲)]. «او په همدې ډول مو له خپله امره یو روح [د قرآن په بڼه] پر تا وحی کړ… خو موږ هغه نور وګرځاوه چې [د قرآن په رڼا کې] له بندګانو هر یو ته چې وغواړو، د هغه په توسه هدایت کوو…». دا هماغه توحیدي نور دی چې د شرک په لوګي ککړ شوی نه دی. وايي؛ چې دا «مِصْبَاحُ» له کوم ځایه روښانه کېږي؛ «يُوقَدُ مِنْ شَجَرَةٍ مُبَارَكَةٍ» له یوې مبارکې شجرې «زَيْتُونَةٍ» د زیتون شجره، یعنې نور يې خالص، خالص دی، په توحید کې، چې کله شرک نه وي، هر څیز يې بشپړ او پېرفیکټ دی. «لَا شَرْقِيَّةٍ وَلَا غَرْبِيَّةٍ» نه شرقي دی او نه غربي. شرقي یعنې لمر خاته، د لمر راختل، داسې نه دی چې په عامه معنا طلوع لري، چې کله طلوع وکړي او کله غروب کوي. له جغرافیايي لیده هم نه شرقي دی، او نه غربي دی، یعنې یو خاص ځای، او لور ته ځانګړی نه دی، دا هر ځايي دی. د زمان له لیده هم همداسې دی. نو نه کوم خاص زمان لري، نه مکان لري. د «شجره» او «زیتون» وییونه هم، په قرآنکريم کې، په خپلو مجازي معناو، څو ځله کارول شوي دي. [شجره د شبکې او سیستم «Network» سمبول دی. او «زیتون» د خلوص، سپېڅلتيا او رڼا سمبول دی.] خو د هغه نه ختيځوالی او نه لويدیځوالی، ښايي د لمر لوېدلو او لمر ختلو، مهالنی نفې، او د جغرافیايي لورو، مکاني نفې کول وي. [والله اعلم]. الهي هدایت، تر ټولو ځانګړی دی. د هغه د هدایت روح او تومنه خو، په یو خاص زمان او مکان کې نـه ده، او ځانګړی ځای او مهال نه لري. زر کاله مخکې، لس زره کاله مخکې، هم هدایت وو، اوس هم هدایت شته، او په راتلونکي کې، هم شته. نه خاص مکان لري، او نه خاص زمان لري، په هر ځای کې، د تل لپاره شته دی. «يَكَادُ زَيْتُهَا يُضِيءُ» دا د خدای تعالی د هدایت نور، لګیا دی پخپله روښانه کېږي، دا «غوړي» یا «تېل» نژدي دي، چې پخپله روښانه شي. «وَلَوْ لَمْ تَمْسَسْهُ نَارٌ» که څه هم، اور ورته نه دی رسېدلی، اورلګیت يې ورته، لا بل کړی نه دی، پخپله، ذات يې، ماهیت يې، د «نور» خپرونکی دی. مخکېني او پخواني څراغونه به، چې په تېلو روښانه کيدل. او ننني او اوسني څراغونه، چې د برېښنا په ځواک روښانه کېږي. تېل، اورلګيت ته اړتیا لري، او برېښنا، باندیني محرکه ځواک ته اړ ده. خو د الهي څراغ سونګ، ذاتي او زېږدوونکی دی. «… وَلَوْ لَمْ تَمْسَسْهُ نَارٌ نُورٌ عَلَى نُورٍ…» [نور۳۵(۲۴:۳۵)]. او که اور ورسره لا تماس نه دی کړی؛ البته دا یو مَثَل دی، چې الله تعالی يي، د خپل هدایت له «نوره»، زمونږ د پوهې لپاره څرګندوي. «نُورٌ عَلَى نُورٍ» نه دا چې یو «نور» دی، «نور» پر «نور» دی. هر څومره چې سړی مخکې لاړ شي، بیا هم پای ته يې نه رسېږي. یو «نور» د بل «نور» له پاسه، یو هدایت د بل هدایت له پاسه، تل تر تله، الی الابد، چون الهي ذات بې نهایت دی، الهي هدایت هم بې نهایت دی. «يَهْدِي اللَّهُ لِنُورِهِ مَنْ يَشَاءُ» الله د خپل «نور» په طرف، هغه چا ته چې وغواړي لار ښئ. «وَيَضْرِبُ اللَّهُ الْأَمْثَالَ لِلنَّاسِ» دا مثالونه دي، چې الله يې، د خلکو لپاره وايي. [او که نه، خدای خو «نور» نه دی]، یعنې ددې مراتبو لړۍ ته، پاملرنه وکړئ. «وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ» او الله پر هر څيز علیم [او پوه] دی. اوس نو دا «نور» چرته دی؟ دا خو په تاخچو او څراغونو کې نه دی. په کورونو کې دی، په کومو کورنو کې دی؟ دا په بل آیة کې روښانه کوي. نو دا آیة، د سورة له پاتې برخې سره، اړیکه لري. چون دا سورة، د کور او کورنۍ په اړه دی. د مور او پلار، په اړیکو کې دی. په ورپسې آیة کې وايي؛ چې د خدای تعالی دا «نور» چرته دی؟:
فِي بُيُوتٍ أَذِنَ اللَّهُ أَنْ تُرْفَعَ وَيُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ يُسَبِّحُ لَهُ فِيهَا بِالْغُدُوِّ وَالْآصَالِ ﴿۳۶﴾ [دا د هدایت څراغ ] په هاغو کورونو کې دی چې الله اذن کړی [رخصت ورکړی] تر څو د هغه نوم په هغو [کورونو] کې اوچت او ذکر[= یاد] شي.(۳۴) په هغو [کورونو] کې ګهيځ او ماښام د هغه تسبيح کوي.(۳۵)
۳۴ – د «تُرْفَعَ» فعل، ځينو مفسرینو، بیوت ته [ودانیو یا د هغوی اوسېدونکو ته] او د «یُـذْکَـرَ» فعل يې، د الله تعالی اسمائو [نومونو] ته نسبت ورکړی. خو داسې ښکاري، چې هر دواړه فعلونه، د الله تعالی اسمائو ته، ور وګرځي. همدا راز الله تعالی، د رسول الله، ذکر پورته يووړ، [اوچت کړ] [و رفعنا ذکرک]. د الله یاد هم کولی شي، د مؤمنینو په زړونو کې، او دهغوی په کور او کورنیو کې، تر هر ذکر او هرې توجه [پاملرنې]، ډیر اوچتتر لاړ شي، او تر ټولو، ډير اهمیت پیدا کړي. کافي ده، خپلو کورونو ته، یوه کتنه وکړو. او ووینو چې، کومو موضوع ګانو او مسئلو، د کورنۍ د غړو ډیر وختونه، او د هغوی زړونـه بوخت کړي دي. او د مور او پلار او بچیانو تر منځ خبرې اترې، په کوم شالید، لړلیک او کټه ګوریو کې دي؟۳۵ – تسبیح په قرآني مفهوم کې پخپله، په مثبته کړنـه او اصلاحي چاره، چې د عیب او نقص د رفع کولو سبب شي، اطلاق شوې ده. د الله تعالی شپېني ورځېني تسبیح، په داسې کورونو کې، نـه تش د الفاظو او اورادو د ذکر په بڼه، بلکې د سپېڅلو عملونو او کړنو د سرته رسولو، او د الله تعالی مخلوق ته، د خدمت کولو او چوپړ په بڼه دی. د دې آیت لومړنۍ نیمايي کې، د الله تعالی اسمائو ته، چې نظري او قلبي جنبه لري، اشاره شوې ده، او په دویمه نيمايي کې، يي خالص عمل ته.د تېر آیت په څېر، دلته بیا هم، کور او کورنۍ ته، راستنېږي، او د هدایت د «نور» څرک، په هاغو «کور»ـونو کې ورکوي، چې د خدای د نوم یادونه په کې کېږي، او ګهیځ او بیګاه د هغه تسبیح کوي:«فِي بُيُوتٍ أَذِنَ اللَّهُ أَنْ تُرْفَعَ وَيُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ …» [دا د هدایت څراغ] په هاغو کورونو کې دی، چې الله اذن کړی، تر څو د هغه نوم، په هاغو کې اوچت او ذکر شي. د «تُرْفَعَ» فعل ځينو مفسـرینو، بیوت [ودانیو یا د هغوی اوسېدونکو] ته، او د «یُـذْکَـرَ» د فعل نسبت يې، د الله تعالی اسمائو [نومونو] ته ورکړی. خو داسې برېښي، چې هر دواړه فعلونه د الله تعالی اسمائو [نومونو] ته نغوته کوي. همدا راز، الله تعالی، د رسول الله ذکر، پورته يووړ [اوچت کړ] . [و رفعنا ذکرک]، د الله یاد او ذکر هم کولی شي، د مؤمنینو په زړونو کې، او دهغوی په کور او کورنیو کې، تر هر ذکر او هرې توجه ډیر اوچت لاړ شي، او تر ټولو ډير اهمیت پیدا کړي.کافي ده خپلو کورونو ته، یوه کتنه وکړو. او ووینو چې کومو موضوع ګانو او مسئلو، د کورنۍ د غړو ډیر وختونه، او د هغوی زړونـه بوخت کړي دي. او د مور او پلار او بچیانو تر منځ، خبرې اترې په کوم شالید، لړلیک او کټه ګوریو کې دي؟ په ناسته ولاړه کې، د ورونو او خویندو تر منځ، او د کورنۍ د غړو، د راټولېدو پر مهال، کومې مسئلې مطرح کېږي. په هاغو کورونو کې چې، د خدای نوم پورته ځې، او د خدای نوم اهمیت لري. د خدای تعالی نوم، په دې معنا نه چې، یوازې د خدای د لفظ یادونه وکړي، بلکې د خدای تعالی نومونو ته، په عمل او کړنو کې پاملرنه وشي؛ لکه دا چې، د خدای یو نوم علیم دی. یعنې په هاغو کورونو کې چې، علم اهمیت لري. مور او پلار خپلو اولادونو ته، د علم او پوهنې ښوونه کوي. خدای تعالی حکیم دی، په دې کورونو کې، مور او پلار د اخلاقو ښوونـه کوي. الله تعالی غفور دی، په دې کورونو کې، پلار او مور خپل اولاد ته، د نورو د بښلو تعلیم ورکوي. د خدای تعالی نور صفتونه، خدای لطیف دی، خدای عزیز دی، د خدای تعالی ټول صفتونه په همدې ډول دي. نو د خدای تعالی اسماء، په دې کورونو کې اهمیت لري.که د کور دیوالونو ته وګورئ، وینئ چې کوم عکسونه، او انځورونه پرې پورته تللي «تُرْفَعَ» کوم تصویرونه پورته تللي، د کور د غړو فکري او ذهني بوختیاوې څه څیزونه دي. د خپل ژوند لپاره يې، کومې نمونې او الګو ګانې ټاکلي دي. څه څیزونو ته پاملرنه لري، رول ماډل يې په ژوندانه کې کوم څیزونه دي. پلار او مور د څه په اړه، خبرې کوي. د دسترخوان پر سر بحثونه، له کوم ډګره کېږي. د خدای تعالی «نور»، په هاغو کورونو کې دی، چې په کومو کورونو کې، الهي صفتونه پورته ځي. او ذکر يې په عمل کې، د تطبیق په بڼه کېږي.«يُسَبِّحُ لَهُ فِيهَا بِالْغُدُوِّ وَالْآصَالِ» په هغو [کورونو] کې چې ګهيځ او ماښام د هغه تسبيح کوي. په هاغو کورونو کې چې شپه او ورځ، د خدای د نوم تسبیح کېږي. تسبیح معمولاً عملي جنبو ته دي، هم د خدای ذکر دی او هم خدايي عمل دی، چې په دې کورونو کې کېږي.تسبیح په قرآني مفهوم کې پخپله، په مثبتو کړنـو او اصلاحي چارو، چې د عیبونو او نقصونو د رفع کولو سبب شي، اطلاق شوې دي. د الله تعالی شپېني ورځېني تسبیح، په داسې کورونو کې، نـه تش د الفاظو او اورادو د ذکر په بڼه، بلکې له سپېڅلو عملونو او کړنو سرته رسولو څخه، او د الله تعالی مخلوق ته د خدمت کولو، او چوپړ څخه عبارت دی.د دې آیت لومړنۍ نیمايي کې د الله تعالی اسمائو ته، چې نظري او قلبي جنبه لري، اشاره شوې ده. او په دویمه نيمايي کې يي، خالص عمل او په الهي صفتونو متصف شوو کونو ته نغوته شوې ده.په راتلونکې آیت کې، دې ته نغوته کوي. چې په دې کورونو کې، څوک، او د کومو اخلاقو، او کومو اوصافو لرونکي خلک، استوګن دي؛
رِجَالٌ لَا تُلْهِيهِمْ تِجَارَةٌ وَلَا بَيْعٌ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ وَإِقَامِ الصَّلَاةِ وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ يَخَافُونَ يَوْمًا تَتَقَلَّبُ فِيهِ الْقُلُوبُ وَالْأَبْصَارُ﴿۳۷﴾وګړي چې هیڅ تجارت[سوداګري] او راکړه ورکړه هغوی د الله له ذکر [او یاد] او د لمانځه له اداء کولو او د زکات له ورکولو څخه نه بوختوي. [ځکه چې] له هغې ورځې ډارېږي چې زړونه او سترګې په هغې کې په بل مخ اوړي.(۳۶)
۳۶ – په آخرت کې د زړونو او سترګو لاندې باندې کېدل، منقلب کېدل او پر بل مخ اوښتل، د دنیوي پردو د لېرې کيدلو، او د حقایقو له ښکاره کېدلو حکایت کوي؛ چې وګړي به د خپلو اعمالو، د تجسم له لامله به هک پک شي، او په وحشت کې به پریوځي. [د خپلو عملونو له شر څخه هغه ته پناه ور وړو.]په دې آیت کې، په هاغو کورونو کې، چې هلته د خدای نور دی، د هغې د هستوګونکو په اړه، دا هم زیاتوي چې؛ په داسې کورونو او کورنیو کې، داسې سړي یا وګړي دي [یا روزل کېږي]، چې د هغوی د بیع، ورکړې راکړې او تجارت بوختیا، هغوی د خدای له یاده نه غافلوي. او نمونځ ولاړوي، او زکات ورکوي، او د قیامت له ورځې ډار لري. چې په هغې ورځ کې به زړونه او سترګې، [له ډېره هیبته] په بل مخ اوړي:
وګړي چې هیڅ تجارت[سوداګري] او راکړه ورکړه، هغوی د الله له ذکر [او یاد] او د نمانځه له اداء کولو، او د زکات له ورکولو، څخه نه بوختوي.«رِجَالٌ» رجال نه د نارینو په معنا، دا لفظ که په ځانګړې بڼه نه وي راغلی، مقصد يې خلک دي. که ښځینه وي که نرینه، توپیر نه کوي. بلکې په اصطلاح، د جنس الغاء يې کېږي. او سربېره پر دې، چون پاملرنه پر همدې ده، یعنې همتناک او د نارینتوب والا. ځېنې مهال چې، موږ غواړو «همتناک» وګړي ذکر کړو، د «رجل» کلیمه راوړو [لکه موږ چې په پښتو کې وایو: ډېر نارینه سړی دی، یا ډېره نارینه ښځه ده، یعنې باهمته ښځه ده] نو توپیر نکوي، چې که له مذکر جنسه وي، یا له مؤنث جنسه.نو داسې همتناک کسان، په دې کورونو کې دي، نارینه او ښځینه. داسې خلک چې؛ «لَا تُلْهِيهِمْ تِجَارَةٌ وَلَا بَيْعٌ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ وَإِقَامِ الصَّلَاةِ وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ» داسې خلک چې، د هغوی سوداګرۍ او راکړې ورکړې، هغوی په بېهوده ګۍ، نه دي مشغول کړي.د هغوی بزنس، د هغوی تجارت، پېرودنې او پلورنې، یعنې د ژوندانه مادي بوختیاوو، د هغوی ټول وخت [فُل ټایم] يې نه دی نېولی. او د نن ورځې په اصطلاح، په کار معتاد [ورک هولیک Workaholic] شوي نه دي، چې د خدای له یاده غافل شي. په ټولیزه او دسته جمعي توګه، د نمانځه له اقامه کولو (ولاړولو) څخه، او نورو ته له پاملرنې، او د زکات ورکولو، یعنې ټولنیزو حقوقو ته، له پاملرنې ډډه نه کوي. یعنې ټوله پاملرنه يې، یوازې ځانته نه ده. یعنې د خدای یاد، او د نورو ټولنیزو حقوقو ته، پاملرنه لري. صلاة اقامه کوي، او زکات ورکوي.
له دې ځایه، د قرآن د عرفاني منطق توپیر، له نورو عرفانونو څخه څرګندېږي. قرآن نه وايي، چې هاغه وګړي چې، له کار او تجارت او راکړې ورکړې، پلورنې پېرېدنې، او معمارۍ او پښګرۍ او ترکاڼۍ او معلمۍ، او لنډه دا چې له «دندې» لاس اخلي، او د خدای په ذکر بوختېږي؛ ددې پر ځای فرمايي چې؛ په هماغه حال کې چې، پر خپلو کارونو بوخت دي، خدای تعالی نه هيروي. یوازینی څیز، چې هيڅ مهال يې نه هیروي، خدای تعالی دی. د داسې سړي بدن، واقعاً مسجد دی. چون تل په دې بدن کې، د خدای یاد، او د خدای ذکر، او تسبیح دي. ټول سم او مناسب کارونه، چې نور يې کوي، دا يې هم کوي؛ نور خلک، مثلاً د خپلې ادارې د مېز شا ته حاضرېږي، او خلکو ته خدمت کوي. دا هم لکه د نورو په څېر حاضرېږي، او خپل خدمت سر ته رسوي. خو توپیر په دې کې دی، چې دا پر خپلې دنده، د بوختیا پر مهال، یوه شېبه هم، له خپله خدایه غافل نه دی. سربېره پر دې: «يَخَافُونَ يَوْمًا تَتَقَلَّبُ فِيهِ الْقُلُوبُ وَالْأَبْصَارُ» [ځکه چې] له هغې ورځې ډارېږي، چې زړونه او سترګې په هغې کې، پر بل مخ اوړي. اندېښنه لري، ډار لري، په تشویش کې دي، له هاغې ورځې، چې په هاغې ورځ کې زړونه، او د سترګو لید، لاندې باندې کېږي. یعنې نه یوازې په دنیا کې، بلکې د راتلونکي ابدیت، په فکر کې دي. نه زر کاله، نه میلیون کاله بلکې د ابد لپاره، د تل لپاره. د هاغه ابدیت په یاد چې، زړونه او سترګې لاندې باندې کېږي، منقلب کېږي. پردې لېرې کيږي، او ټول هر څه په څرګنده توګه ویني. هلته سړی متوجه کېږي، چې په دنیا کې څومره غافل وو. څومره افسوس باید وکړي، او څومره حسرتونه باید وخوري.په آخرت کې، د زړونو او سترګو کښته او پورته کېدل، او په بل مخ اوښتل، د دنیوي پردو د لېرې کيدلو، او د حقایقو له ښکاره کېدلو، حکایت کوي. چې وګړي به، د خپلو اعمالو د تجسم له لامله، په وحشت کې پریوځي. د خپلو عملونو له شر څخه هغه ته پناه وړو. له دې دوو آیتونو [۳۶ او ۳۷] سره دا تمثیل بشپړېږي. او څرګندوي چې، له هاغه نور څخه چې، د داسې وګړو په کورونو [بیوت] کې ځلېږي. موخه يې همدا د هدایت او ایمان نور دی. له دې سره مل، دا دوه آیتونه، دا لړۍ د آیتونو د لومړۍ برخې آیتونو سره نښلوي. او د کور او کورنۍ د حریم په اړه، د لومړۍ برخې تشریـعي آیتونه، په داسې کورونو کې، د هدایت د نور جذب ته مشروطوي.

وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید