گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » اې افـغانه،مسلمانه او انسانه!
اې افـغانه،مسلمانه او انسانه!

اې افـغانه،مسلمانه او انسانه!

اې انـسـانـه، د انـسـان غــوښـو خوړونکیه!

دې نـیـمـګـړې دنــیـاګۍ نــه، آخـر تلونکیه!

د دوزخ پـر لار روان یې، جــنــت غـــواړې!

سر انـجـام د دوزخ کـنـدې تـه، لـویدونکیه!

دریــاء عـــبــادت پـرېـږده، مـسـلـمــان شه!

دروغـــجـــنـــه، د اســلام بــدنــامــوونکیه!

پـه دروغــــو ځــان بـزرګ، مـسلـمـان بولې!

سـتا لــه زړه الله(ج) خـبـر، دروغ ویونکیه!

لا الـــه الا الـــلـــه، تـش پــه خــولــه وایـې!

پـه عــمــل کې د بـنده، خ و ټ و څټونیکه!

پـردي جنګ کې، ځـان غازي او شهید بولې!

نـه غـازي یې، نـه شـهـیـد، انـسان وژونکیه!

مقدس اسلام، هیواد، او ځـان دې خرڅ کړ!

د خپل ځـان او د هـیواد، اسلام پلورونکیه!

لـږ خو مـا او تـاتـه هــم، غـیرت پـه کار دی!

اې ډارنــه مـــســـلــــمــــانــه، وېـرېـدونکیه!

د چوکۍ، قدرت، پیسو، لــوبـه دې پېل کړه!

د ایـمـان، وجـدان، غــیرت، لـوبې بایلونکیه!

نـه افـغـان، نـه مسـلـمـان او نه انسان شوې!

لوی طاغوت شوې،اې ګمراه،ګمراه کوونکیه!

پــنــجـابــیـانــو، نــن ســبـا تـجـزئـه کــېـږئ!

انــګــرېــزي نـا پـاکــســتــانــه، شـړیدونکیه!

وایـې یـو څـه، کـوې بـل څـه، مــنـافــق یې!

تــرهــګــر افــغــانـســتــان تـه، رالــیـږونکیه!

د تــوبــې دروازه خــلاصـه ده، تــر مــرګـــه!

ژر تـوبـه کـړه، د لــعــیـن شـیـطـان منونکیه!

راځـئ واړه تـوبـه ګـار شـو، وخـت تــېـریـږي

نـه بـه زه یم، نـه بـه تـه یې، اې لـوستونکیه!

ګل شاه مـیره، تـه رښتـیـنی تـوبـه ګار شـه!؟

ان شــاءالـلـه، دفــردوس جـنـت تـه تلونکیه!

د خدای خپل شه، لکه ځان هسې پر بـل شه!

اې سپین ږیریه، اې مـعــلــمــه، اې ښوونکیه!

اې رحــیــمـــه، پـر مــوږ ټـولـو، رحـــم وکړه!

زمــا ربـــه، لـویـه خــدایــه، لـوی بخښونکیه!

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا