موږ په وار وار ویلی دی چی یوازی په هیواد او سوله مین کسان کولای شی د ملتونو په برخلیک ټاکلو کی رغنده ونډه ولری دا کار هله ممکن دی چی ملتپالو او په دین او هیواد مینو کسانو په وجود کی دقدرت ، ثروت او شهرت غرائز کنترول او تر دی چی له مینځه تللی وی . د طالبانو په واکمنی کی هم چی دتوری شپې انګازی راغزیدلی دی زیاتره د ملا نصرالدین پر بړستن جګړه وی .
او کله چی دا دمعاملو او راکړه ورکړی ډګردمذهب پر استخباراتی اوبو خړوبیږی نوښکاره ده چی ټول اولس به له یوه امیرسره د بیعت پررسی منګولی لګوی.چی د طالبانو تیری پنځه کلنی واکمنې هم دا حقیقت اولس او نړی والو ته ور وښود
لکه چی خبر یاست دبدخشان ولایت لیری په یوه سرحدی ولسوالی کی هغه مهال چی د هلمندی او کندهاری طالبانو په نوم بلوڅان او د تحریک طالبان پاکستان جنګیالی او نور اورپکی د معدنونو او قیمتی ډبرو دکیندلوله کار څخه د عوائیدو د ترلاسه کولو په موخه بدخشان ولایت ته ورغلل چی د طالبانو دغه کار د محلی طالبانو د کلک مخالفت سبب شو او ویل یی چی هغوی هم د تیر جمهوری دولت په ړنګولو کی برخه آخیستی ده او پکارده چی د بدخشان د کانونو او نورو زیرمو څخه دوی هم ګټه تر لاسه کړی . بدخشانی طالبانو چی مشری یی د جمعه خان فاتح نومی طالب په غاړه وه بدخشان ولایت ته له نورو ولایاتو د راغلیو طالبانو مخه ونیوهخو طالبانو هم چی هیڅوګ نه پوهیدل څوګ او له کومه ځایه راغلی دی د استخباراتو د ځانګړی قطعی په نوم د بدخشانی فصیح الدین فطرت چی ظاهرأ د طالبانو د دفاع وزارت لوی درستیز دی په ملتیا له جمعه خان فاتح سره خبری اتری پیل کړی تر دی چی هغه یی کابل ته دخبرو اترلپاره را ؤست او هغه هم د طالبانو له امارت څخه خپل ملاتړ اعلام کړ اوبیرته خپل ټاټوبی بدخشان ته ستون شو خو کله یی چی ولیدل طالبان هیڅکله پر خپلو وعدو وفا نه کوی او له طالبانو سره یی بیعت هسی د یوی ډرامی بڼه لری نو یی د طالبی واکمنی پر وړاندی بغاوت پیل کړ .
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید