لکه څنګه چی خبر یاست د هالنډ په بېورویګ ښار کې د غرغښت او پیوستون کلتوري ټولنو په ګډ نوښت د پښتو ژبې ورځ د یولړ مراسمو او یوې فرهنګي غونډې په ترڅ کې و نمانځل شوه . په دې غونډه کې افغان لیکوالانو، کلتوري فعالانو او د پښتو ژبې مینه والو برخه اخیستې وه او د پښتو ژبې پر تاریخي، فرهنګي او په ځانګړي ډول پر ډیجیټلي ارزښت باندې پکې خبرې وشوې.
او وجاهت لرونکي ژبې نړيواله ورځ په درنو مراسمو ، خوښيو ، ويناوو، شعرونو او ملي آتڼونو ، ساز او سرود د يکشنبې په ورځ د جون په څوارلسمه نيټه د هالينډ د بيفر وايک په ښار کې ونمانځله .غونډې ته د لوړمدرنيزه ، اکادميک کمپيوتري خارق العاده استعداد درلودونکو شا ه ځلميانو ښاغلو احمدولي اچکزی، حنيف رحمان ، جانداد جهاني او ورسره جوخت د افغانانو د افتخار د هسکې شملې خاوند د پوهنې وړانګن لمراوپه نړيواله کچه په فرانسه کې د ازادۍ د نړيوالې جايزې ګټونګي اتل ښاغلي مطيع الله ويسا ګډون لا ښکلا او برم ور بښلی و .ژوند ، ژوند ، وياړ ، وياړ په هغو افغانانو چې د پرديسۍ په ديارکې هم خپلې ملي پښتو ژبې ، افغاني فرهنګ او کلتورته ارزښتناک او ګټور خدمتونه ترسره کوي .
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید