
په ډیره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چه دافغانی ټولنی یو رښتینی خدمتګار څیړنوال او پوهاند ه څیره محمد عارف غروال د یوی اوږدی ناروغی له لامله خدای ج وروغوښت او دالله پر لوری نن دجمعه چی د ۱۴۰۵ د غبرګولی د لومړی نیټی سره سمون لری وکوچید . الحاج محمد عارف غروال د رحمت الله خان زوی، پر ١٣٢٤ لمريز لېږدي کال د خوست ولايت د ځاځي ميدان ولسوالۍ د ډيرۍ ميلې په غرني کلي کې زېږېدلی ؤ. په اووه کلنۍ کې يې د کلي له ملا صاحب ارواښاد عابد گل څخه د قران شريف ختم او نورې مسنونه دعاگانې زده کړې.
په اته کلنۍ کې د کابل په رحمان بابا لېسه کې له خپل کشر ورور ډاکتر عبدالرحيم غروال سره يوڅای شامل شو. پر ١٣٤٣ لمريز کال له نوموړې ليسې فارغ او د کانکور تر ازموينې وروسته پر ١٣٤٤ ل ل کال د کابل پوهنتون د ادبياتو په پوهنځي کې شامل شو او د ١٣٤٧ ل ل کال د سلواغې مياشتې پر ٢٧ نېټه يې له پښتو څانگې څخه د ليسانس بری ليک تر لاسه کړ. د ١٣٤٨ ل ل کال له پيلېدو سره يې د پښتو ټولنې د پښتو کورسونو د ښوونکي په توگه رسمي دنده پيل او د دې تر څنگ يې د نرسينگ په عالي ښوونځي او شپې لېسه کې د پښتو د ښوونکي په توگه دنده سرته رسوله. محمد عارف غروال د ١٣٤٩ ل ل کال په اوږدو کې د پښتو ټولنې د سروالۍ (رياست) د علمي چوکاټ په علمي کدر کې د مسلکي غړي په توگ ومنل شو. دا مهال هغه ته د کابل مجلې د مهتمم دنده وسپارل شوه؛

وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید