گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دتعلـیمي نظامـــونــواوزده‌کـړو تیـاره اړخـونه او زموږ مسؤلیت!
دتعلـیمي نظامـــونــواوزده‌کـړو تیـاره اړخـونه او زموږ مسؤلیت!

دتعلـیمي نظامـــونــواوزده‌کـړو تیـاره اړخـونه او زموږ مسؤلیت!

همدغه اړخ ته د نه پاملرنې له کبله ځینې ټولنې او وګړي له یو بل څخه بیل او په خاصو چوکاټونو کې په را بند شوي وضعیت کې ژوند کوي. همدا اوس هم لګیا دي په نویو چوکاټونو کې د را بندیدو لپاره کار کیږي. له ډیر پخوا څخه په  درسی او د زدکړو نهادونو کې د ابتکار او نوښت وړتیاوو پالنې ، د الله تعالی په خلقت کې تفکر ،د خپل ځان پیژندنې، ټولنیزو مناسباتو او تعاملاتو کې د عدالت سولې او انصاف پیژندنې، پرمختګ او تعمیري بدلون لوري ته له پاملرنې څخه سترګې پټې شويدي. په دې اړه موږ تر اوسه درسي محتویات او مهارتونو ترلاسه کولو مواد او دورې نلرو .په زدکوونکو کې د ځاني او ټولنیزو ستونزو سوله ییز جمعي حل استعداد او ابتکار د خاصو دسپلیني او اطاعتي چوکاټونو په منځ کې را بندکړل شویدی. په ځینو ځایونو کې د سولې، امن او اړونده ارزښتونو ته د پاملرنې پر ځای د جلاتوب ، بیګانګي ، د خپلې ډلې په امتیاز او سلامتي او د نورو په ملامتي تمرکز شوی. له دې کبله دننې ځوانانو او پاخه عمر لوستو / نالوستو د ژوند ډیره وخت له نورو سره په نادریو ، شخړو او جګړو تیر شوی او لا تیریږي.د هرې ډلې ذهني / فکري خطوط د خپلو  خاصو اصولو سره سم چوکاټونو کې په داسې توګه تنظیم او کلک شوی چې ترې آزادیدل ډیر ستونزمن او ناشوني ښکاري. یوه بله مهمه ستونزه د ښوونېاو روزنې طریقې دي. د تشدیدي او ویرو سره مل روښونو ترخوا دا نه ښودل کیږي چې څنګه  له یو بل او چاپیریال سره په سوله ییزه توګه ژوند وشي؟ څنګه رښتیا ،آزادي ، عدالت او انصاف ، مینه او ترحم درک شي ، څنګه امن او سلامتي ته په عمل کې پراختیا ورکړل شي او څنګه له نړۍ څخه په امن او سلام کې سترګې پټې او رخصت شي.که غواړو چې راتلونکې مو له د تیرو ناخوالو له اغیزو خلاصون ومومي او را تلونکي نسلونه په سوله او امن کې ژوند وکړي – په خپلو ذهنونو، اړیکو او کړنو کې د بیاکتنې ترمیم او اصلاح تر خوا د سولې او امن پوهنې او مهارتونو ته ډیره پاملرنه وکړو.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا